لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هند نوي ډیلي کې دپاکستاني سفارت نیمایي مامورینو ته هیواد نه د وتلو امر کړی


هند په نوي ډیلي کې د پاکستان په هائي کمیشن کې دسفارتي مامورینو دشمیرې نیمې ته د راکوزولو اعلان کړی دی اؤ نیمایي پاکستاني سفارتي مامورینو ته یې امرکړی چې په یوه اوونۍ کې دننه باید له دغه هیواده اوځي.

ددې ترڅنګ هند پاکستان کې هم د خپلو سفارتي مامورینو دشمیرې نیمایي ته د راکوزولو اعلان کړی دی.

دا پرېکړه د نهې په ورځ نوي ډیلي کې دپاکستان دهائی کمیشن د ناظم الامور دهند دبهرنیو چارو وزارت ته له ورغوښتل کې کیدو دهند لخوا وروسته شوې ده.

دهند دبهرنیو چارو وزارت پخپل یو بیان کې ویلي چې دپاکستان دهائي کمیشن ځېنې مامورین په مخبرۍ کې ککړ ؤ اؤ ترهګرو ډلو سره یې هم اړېکې لرلې چې په دې هغوئ ته پرله پسې خبرداری ورکړل شوی دی.

هندي چارواکي وایي چې په ۳۱م مئ هم داسې دوه پاکستاني سفارتي مامورین لاس په لاس نیول شوي اؤ دهیواده ویستل شوي وؤ.

بیان کې ویلي شوي چې دغه یاد مامورین هائي کمیشن کې دخپلو دندو برعکس ګامونو اخستو کې ککړ وؤ اؤ دهند لخوا داخستل شوؤ ګامونو وروسته پاکستان دهند دهائي کمیشن مامورین ځورولي دي.

هند تور لګولی چې پاکستان کې هندي سفارتي مامورین د وسلې په زور پورته کړل شوي اؤ ناروا چلند ورسره شوی دی.

خو پاکستاني چارواکو بیا پخپل دریځ کې ویلي چې دهند دسفارت دغو غړو تیره اوونۍ اسلام اباد کې یو لاروی په موټر چقولی اؤ ژوبل کړی ؤ چې دهغې له امله پولیسو نیولي وؤ.

دغه دواړه هندي سفارتي مامورین د دوشنبې په ورځ د واهګه پولې دلارې هند ته لیږل شوي وؤ .

دهند دبهرنیو چارو د وزارت بیان کې راغلي چې دپاکستان څخه دهندي سفارتي مامورینو وطن ته په راستنیدلو دغو مامورینو ځان سره دشوي چلند احوال تیر کړی اؤ دهغې نه جوتېږي چې هغوئ سره پاکستان څومره دظلم ډک چلند کړی دی.

بیان کې راغلي چې دپاکستاني چارواکو دا ګام د ویانا کنونشن څخه هم صریحه سرغړونه ده.

څو اوونۍ وړاندې هند په نوي ډیلي کې دپاکستاني سفارتخانې په دوؤ مامورینو دمخبرۍ کولو تورونه لګولي اؤ هغوئ یې دهیواده شړلي وؤ

XS
SM
MD
LG