لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: ترهګرې ډلې له فشارونو سره سره په پراخېدو دي


واشنګټن – د ترهګرۍ په وړاندې د امریکا د حکومت په یو نوي راپور کې راغلي دي، چې د داعش او القاعده په څېر د ترهګرو ډلو پرضد له سترو بریاوو سره سره په نړۍ کې ددغو ډلو د خپرېدو مخه نه ده نیول شوې.

د امریکا د حکومت د کلنۍ ارزونې په یو راپور کې چې د شورو یا چهارشنبې په ورځ خپور شوی د ترهګرۍ په وړاندې د واشنګټن د هلو ځلو په ستاینې سره په عراق او سوریه کې داعش ته د ماتې ورکولو، د داعش د مشر ابو بکر البغدادي د وژلو او د القاعده شبکې د بنسټر اېښودونکي اسامه بن لادن د ځوی حمزه بن لادن د وژلو یادونه شوې.

خو په راپور کې ویل شوي چې دا یو هم کافي نه و او زیاتوي له دغو بریاو سره سره تر اوسه هم د ترهګرو خطرناګه ګواښونه شته دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د شورو یا چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، "دې ادارې هغه ترهګر ګواښونه له منځه وړي چې نورو ادارو ورته ارزښت نه ورکوو. خو مونږ عدالت ته د ترهګرو په راکاږلو کې مایوسه شوي نه یو."

نورو چارو د نورو ستونزو خبرداری ورکړی چې ترهګرې ډلې بدلېږي، د پاتې کېدو او پراخېدو لپاره لارې لټوي که څه هم د هغوی د جړو ښکلو لپاره هلې ځلې روانې دي لکه د داعش په څېر.

د بهرنیو چارو په وزارت کې د ترهګرۍ ضد ناظم نتن سېلز خبریالانو ته وویل، "مونږ باید دا فکر له ځانه سره ولرو چې په هغوی باندې فشار همداسې وساتو."

هغه زیاته کړه، "مونږ وینو چې داعش په دوامداره توګه بدلون کوي او له یو بنسټ او شبکې څخه اوس په داسې ځواک بدلېدل غواړي چې سیمې ونیسي او په یو داسې یوه شبکه جوړه کړي چې د خپلې لویې وچې (براعظم) هر وګړي ته ځان ورسوي.

امریکا د خپلو هڅلو ځلو په دوام د بهرنیو چارو په وزارت کې د عدالت لپاره د جایزې پروګرام د شورو یا چهارشنبې په ورځ د داعش د اوسني مشر ابو ابراهیم الهاشمي القریشي پر سر ایښی پېسې دوه چنده زیاتې یعنې لس میلیونه ډالره اعلان کړې.

خو د ترهګرو پرضد د واشنګټن په تګاره انتقاد کونکي اندېښنه لري چې د القریشي په څېر د مهمو مشرانو پسې ورتګ ښايي مثبتې پایلې و نه لري.

له امېرېکن انټرپرایز انسټیټیوټ څخه کټرین زیمرمن وايي، "زه فکر نه کوم چې د جګړې له ډګر څخه د هغه له لېرې کېدو سره به د داعش ګواښ پای ومومي په ځانګړې توګه چې اوسه زیاتره دغه ګواښونه له عراق او سوریې څخه د باندې دي."

هغې وړاندې وویل، که بغدادي اوس هم ژوندی وای نو ایا داعش به په عراق او سوریه کې او یا په نړۍ کې د داعش له ځانګو سره کوم توپیر درلودلای؟ زه فکر نه کوم چې داسې دې وای.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG