لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: په کرونا وايرس اخته نور 148 کسان مړه شوي


په پاکستان کې په تېر شوا روز کې کرونا وايرس نور 148 کسان مړه کړي دي چې ورسره په ملک کې د دې وايرس نه د مړه شوؤ ټوله شمېره 3903 ته رسېدلې ده.

د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د نورو 21زره835 معاينې شوي چې پکې په 4044 کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

په ملک کې د کرونا وايرس وهلو ټوله شمېره يو لک 92زره970 ته سېوا شوې ده.

ويل شوي دا وخت په ملک کې په کرونا وايرس اخته 3003 کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې خطرناک دی.

د پاکستان په پنجاب صوبه کې په تېر شوا روز کې 86 کسان د کرونا وايرس څخه مړه شوي چې ورسره په صوبه کې د کرونا څخه د مړو شمېره 1602 ته رسېدلې ده.

په صوبه کې په کرونا 71زره191 کسان اخته شوي او ویل شوي 20زره262 ترې ښه شوي دي.

په سند صوبه کې په تېرو 24 ساعتونو کې 37 کسان چې کرونا وايرس وهلي وو مړه شوي دي، په سند کې په دې وايرس ټول 74زره070 کسان اخته شوي او 39زره429 ترې روغ شوي هم دي.

په خېبرپښتونخوا کې د کرونا څخه د نورو 14 کسانو د مړه کېدو سره د مړو ټوله شمېره 869 ته رسېدلې په صوبه کې د کرونا پېښې 23زره887 دي او 11زره97 ترې ښه شوي دي.

په بلوچستان کې د کرونا وايرس څخه د مړو شمېره 108، په اسلام اباد کې 115، په ګلګت بلستان کې 23 او ازادکشمير کې 25 ته رسېدلې ده.

XS
SM
MD
LG