لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پر عمران خان اپوزیشن او سوشل مېډیا کې نیوکې کېږي چې اسامه بن لادن یې "شهید" بللی


واشنګټن ـــــ د عمران خان پر دې خبره د اپوزیشن ګوندونو له خوا او پر ټولنیزو رسنیو سخته نیوکه کېږي چې وایي د القاعده ترهګرې ګرځول شوې ډلې پخواني وژل شوي مشر اسامه بن لادن ته یې "شهید" ویلي دي.

دا د پاکستان لومړنی وزیراعظم دی چې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې وژل شوي اسامه بند لادن ته یې "شهید" ویلي دي. د قومي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ محسن داوړ په قومي‌ اسمبلۍ کې هم د عمران خان دا خبره وغندله او پر ټویټر یې هم لیکلي:

"اسامه بن لادن ته په شهید ویلو سره وزیراعظم د پي ټي ایم تورونه تایید کړل چې زموږ ریاست د پښتنو د وینو په قیمت د ترهګرۍ ملاتړ کوي".

د پاکستان وزیراعظم عمران خان نن په قومي اسمبلۍ کې د خپلو خبرو په مهال د ترهګرۍ په ضد جګړه کې له امریکې سره د پاکستان د تېرو حکومتونو تګلاره وغندله او ویې ویل چې ډرون بریدونه د هغوی په خوښه کېدل.

عمران خان پخپلو خبرو کې وویل پاکستان د ترهګرۍ په ضد جګړه کې نه یواځې د اویا زره خلکو قرباني ورکړې بلکې د امریکې له خوا له ذلت او رسوایۍ سره مخ شوی او "په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ پړه یې هم پر پاکستان ور اچولې":

"دوې پېښې زموږ د پاکستانیانو لپاره ډېرې د شرم وړ دي، یوه دا چې امریکایان راغلو په ایبټ آباد کې یې اسامه بن لادن و وژاژه شهید یې کړ، بیا ټولې نړۍ موږ ته بد رد ویل یعنې زموږ اتحادي راځي زموږ په هېواد کې څوک وژني او موږ خبروي هم نه".

د پاکستان او افغانستان د چارو امریکایي څېړونکي مایکل کونګلمېن هم پر ټویټر لیکلي، چې "د عمران خان له خوا اسامه بن لادن ته په شهید ویلو سره د پاکستان دا بیانیه تر پوښتنې لاندې راځي چې وایي نور د ترهګرۍ ملاتړ نه کوي".

عمران خان زیاته کړه چې امریکې په پاکستان کې ډرون بریدونه کېدل، خو وایي د پاکستان حکومت یې یواځې غندنې کولې، وایي امریکایي سنېټر کارل لېون د سېنټ د بهرنیو اړیکو د کمېټۍ په اورېدنه کې له ایډمرل ملن پوښتنه وکړه چې د پاکستان حکومت یې غندنه کوي نو تاسې ولې ډرون بریدونه کوئ:

"ایډمرل ملن ورته وایي چې موږ د پاکستان د حکومت په اجازت ډرون بریدونه کوي، هغه [سنېټر کارل لېون] ورته وایي چې دا د پاکستان حکومت ولې خپلو خلکو ته دروغ وایي او حقیقت نه ورته وایي".

وزیراعظم عمران خان له امریکې سره د خپل حکومت بهرنۍ تګلاره بدله وګڼله او ویې ویل پرله پسې یې دغه پالیسي ده چې د امریکې په جګړه کې به ګډون نه کوي بلکې د سولې په خبرو کې برخه اخلي:

"موږ اوس د هیچا جګړه نه کوو او اړیکو مو د باور په بنیاد دي، اوس هیڅوک په امریکا کې زموږ سپکاوی نه کوي بلکې کله چې مې هم له ډانلډ ټرمپ سره لیدلي درناوی یې راکړی او غوښتنه راڅخه کوي چې په افغانستان کې د امن په راوستلو کې زموږ مرسته وکړئ".

وزیراعظم عمران خان په افغانستان کې د سولې د بهر په پرمختګ کې د پاکستان لوی کردار وباله او هیله یې څرګنده کړه چې که ژر امن راشي دا به د افغانستان او پاکستان دواړو لپاره هم ځکه په ګټه وي چې وایي منځنۍ اېشیا ته به یې د تجارت لپاره لارې پرانیستل شي.

XS
SM
MD
LG