لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په امریکا کې تر یو میلیون زیاتو مړو ته هم ۱.۴ بیلینه ډالر لېږل شوي


واشنګټن – د حکومت د روڼوالي (شفافیت) دفتر چې د کانګرس د څار یوه خپلواکه اداره ده د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په یو راپور کې ویلي، په دې وروستیو میاشتو کې د کورونا د وبا د بدو ورځو پر وخت د اقتصاد د ښه کېدو د پروګرام لاندې تر یو میلیون زیاتو مړو امریکایانو ته ۱.۴ بیلینه ډالر لېږل شوي دي.

ددغه پروګرام لاندې اکثرو امریکایانو ته د ۱۲۰۰ ډالرو بانکي چکونه لېږل شوي وو چې ټولې مرسته شوې پیسې ۲۶۹ بیلینه ډالرو ته رسېدلې.

تقریبا ۹۰ فیصده امریکایانو دغه پیسې ترلاسه کړه چې په ماشومانو ته پکې ۵۰۰ ډالره نورې مرستې هم ورکول کېدې.

په راپور کې راغلي دي،‌ چې مرستې د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو د ټکس ورکولو د اسنادو پر بنسټ شوي وې خو حکومت په دې کې پاتې راغلی وو چې مړه شوي کسان ترې وباسي.

راپور وايي، حکومت ددې لپاره چې د کانګرس لخوا د ورکړل شوې سپارښتنې سره سم پیسې څومره ژر چې امکان ولري خلکو ته ورسوي نو د خزانې وزارت په لومړیو کې له اړوندو ادارو سره د مړو ریکارټ نه وه کتلی.

XS
SM
MD
LG