واشنګټن – د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن د شورو یا چهارشنبې په ورځ له امریکا غږ سره په یوې مرکه کې د ولسمشر ټرمپ په اړه له خپلو سختو نیوکو څخه په دفاع ویلي، چې ټرمپ د اټکل خلاف د خپل ځان د بیا ټاکل کېدو لپاره د امریکا امنیت له پامه غورځولی.
بولټن د امریکا غږ خبریالې ګریټا وېن سسټېرېن سره په مرکه وویل، "زه فکر کوم چې هغه ډول چې دی پرېکړې کوي خطرناکه دي."
د درواغو نوملړ:
بولټن دا مهال خلکو ته د خپل زیات جنجالي کتاب پر پېژندلو باندې بوخت دی. د هغه د کتاب نوم "هغه خونه چې پکې وشول" دی او د ټرمپ له ادارې سره د هغه د کار کولو خبرې پکې راټولې شوي.
بولټن چې له سپینې ماڼۍ سره یې د ملي امنیت د سلاکار په توګه تر ۱۸ میاشتو کار کولو وروسته په تېر سپټمبر کې له خپلې دندې استعفا ورکړې د ولشمسشر ټرمپ په غلط چلند او د بهرنیو سیاستونو په ناکامۍ باندې نیوکې کړي.
دغو نیوکو ته د ولسمشر او د هغه د لوړ پوړو چارواکو لخوا په کلکه غبرګون ښودل شوی دی.
بولټن ټرمپ د یو بې فکره، نیمګړي او داسې کس په سترګه یادوي چې د ایران او شمالي کوریا په څېر د امریکا مخالفینو سره یې د خپلو سیاسي ګټو لپاره خطرناکه چلند کړی.
بولټن له ایران او شمالی کوریا سره د هغه د چلند په اړه وویل،
"ټرمپ په دوامداره توګه لیواله دی چې ایات الله سره هغه ډول کښیني لکه څنګه چې دی له کېم جان اون سره کښیناست."
بولټن د ټرمپ په هغو مزاحمت کونکو خبرو باندې شاهدي ورکړه چې ټرمپ د چین له ولسمشر څخه وغوښتل چې له ده سره په بیا ټاکل کېدو کې مرسته وکړي. ده غوښتل چې د هغو ډکټاټورانو په وړاندې جرمي پلټنې ودروي چې دده خوښ وو او دی په وینزوېلا باندې له برید کولو څخه تر دې حده واوخت چې بیا یې د وینزوېلا ټولواک مشر نیکالوس مدرو یو هوښیار او سخت یاد کړی وو.
بولټن دا هم ویلي، چې دی د دې خبرې شاهد دی چې ټرمپ د یوکراین په ولسمشر باندې فشار راوړ تر څو د هغه د سیاسي سیال په اړه معلومات هلته ویجاړ کړي او دا هغه تور و چې له امله یې ټرمپ ددې کال په سر کې ایستضاح شوی وو.
ولسمشر ټرمپ د بولټن کتاب " د دروغو او له خپل ځان څخه د جوو کړو کیسو یوه ټولګه یاده کړې."
ټرمپ په ورته وخت کې په بولټن د قانون په ماتولو او پټو او محرمو معلوماتو په افشا کولو باندې تورن کړی دی.
تېره اونۍ د امریکا محکمې د ټرمپ د ادارې هغه غوښتنه رد کړه چې د کتاب د چاپېدو مخه دې ونیسي خو دا یې هم ویلي و چې د بولټن لخوا یو اړخیز چلند د ملي امنیت په اړه اندېښنې راپورته کړي.
د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یو بیان کې بولټن د یو غدار په توګه غندلی چې نیمه حقیقتونه او غلطې خبرې خپروي او امریکایانو سره له خپل باور څخه تیری کوي.
د ټرمپ د چلند په اړه:
بولټن په خپل کتاب کې ادعا کړې چې ټرمپ د چین له ولسمشر شي جینپېنګ څخه په ښکاره ژبه وغوښتل چې له هغه سره د امریکا د کرنیزو تولیداتو په رانیولو سره په بیا ټاکل کېدو کې مرسته وکړي.
بولټن دا هم وویل، چې ټرمپ د ولسمشر شي هغه پلانونه تایید او ورته یې اجازه ورکړه چې په چین تر یو میلیون زیاتو مسلمانو ایغوریانو ته زندانونه جوړ کړي.
په سپینه ماڼۍ کې د سوداګرۍ ستر مرکچي پیټر نوېرو د بولټن ددې انګېرنې مخالفت کړی چې ټرمپ د شي په وړاندې له نرموالي څخه کار اخلي او د ولسمشر دفاع یې کړې چې په
چین باندې یې د نامناسبې سوداګرۍ او په هانګ کانګ کې د بشري حقونو د تېریو له امله ټکسونه ولګول.
په روانه میاشت کې د ټرمپ ادارې په ځانګړو چینايي چارواکو باندې د چینايي ایغوریانو سره د ناوړه چلند او د بشري حقونو څخه د تیريو له امله بنندیزونه ولګول.