لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په امریکا کې ښايي تر شلو میلیونو زیات کسان په کورونا اخته شوي وي


واشنګټن – په امریکا کې په یوه ورځ کې په کورونا باندې تر ټولو زیات کسان په داسې حال کې اخته شوي دي، چې حکومت وايي، تر اوسه پورې تر شلو میلیونو زیاتو کسانو ښايي د کورونا وایرس اخېستی وي.

د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، په امریکا کې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ ۳۹۳۲۷ کسان په کورونا باندې اخته شوي دي چې دا په ډیسمبر کې د کورونا د خبرېدو راهیسې په یوه ورځ کې تر ټولو لوړه شمېره ده.

تر دې مخکې د اپرېل په ۲۴ نېټه په امریکا کې په یوه ورځ کې ۳۶۴۰۰ کسان په کورونا باندې اخته شوي وو.

په هاروارډ کې د نړیوالې روغتیا د انسټیټیوټ مشر اشیش جا د زیارت یا پنجشنبی په ورځ له ان بي سي سره په مرکه کې د کورونا د پېښو د زیاتېدو دلیل مخکې له وخت څخه د امریکا د اقتصاد پرانېستل یاد کړی په داسې حال کې چې مناسبې حفاظتي تګلارې نه وې موجودې.

په ورته وخت کې د امریکايي ادارې لوړ پوړو چارواکو د خبریالانو یوې وړې ډلې ته د شورو یا چهارشنبې په ماښام ویلي دي، چې ښايي شل میلیونه امریکایان چې د امریکا د وګړو د شمېر شپږ فیصده جوړوي ښايي په کورونا وایرس اخته شوي وي چې دا له رسمي شمېرو څخه لس چنده زیات دي.

چارواکو ویلي، دغه اټکل په امریکا کې د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي د مرکز لخوا د وینې په سېروم کې د ساینسي ازموینو وروسته شوی چې د انتي باډیو شتون پکې وو.

کچېرې دا اټکل سم وي، نو په امریکا کې له کورونا څخه د مړینو شمېر چې په نړۍ کې له ټولو هېوادونو څخه زیات یعنې ۱۲۲۱۰۰ تنه دی ښايي تر دې ډېر زیات وي.

امریکا په دې وروستیو څو میاشتو کې د کورونا معاینات زیات کړي، او ښايي د کورونا د پیل په ورځو کې ډېرو داسې کسانو کورونا تېره کړې وي چې معاینات یې نه وو شوي او نښې نښانې په کمې کمزوه وې، ځکه هغه مهال یواځې د سختو ناروغانو معاینه یا ټېسټونه کېدل.

د امریکا په ګڼو جنوبي او لویدیځو ایالتونو کې د کورونا په پېښو کې زیاتوالی راغلی چې د بېلګې په توګه په ټکساس کې په یوه ورځ کې له ۵۰۰۰ زیات کسان او په کالیفورنیا کې تر ۴۰۰۰ زیات کسان په کورونا باندې اخته شوي دي.

د امریکا په تر ټولو سخت ځپل شوي ښار نیویارک کې د اتو بېلابېلو ایالتونو له خلکو څخه غوښتل شوي چې دغه ښار ته په ورتګ دې دوه اونۍ قرنطین شي.‌

د شورو یا چهارشنبې د ورځې دغه اعلان د نیویارک د والي انډریو کوامو لخوا وشو او یادو ایالتونو کې، الاباما، ارېزونا، ارکانسس، فلورېډا، نارت کېرولاینا، سوت کېرولاینا، ټکساس او یوتا شامل دي چې په ټولو کې په دې وروستیو کې اونیو کې د کورونا پېښې زیاتې شوې دي.

ددې ترڅنګ د روغتیا نړیوالې ادارې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې په ۱۱ اروپايي هېوادونو کې د کروونا پېښې زیاتې شوې دي.

په ورته وخت کې په جنوبي امریکا کې له کوېډ ۱۹ څخه د مړو شمېر له یو لک څخه اوختی چې تر ۵۴۰۰۰ زیات یې په برازیل کې وو.

د روغتیا نړیوالې ادارې ویلي، چې په نړۍ کې به د کورونا پېښې په راتلونکې اونۍ کې له لسو میلیونو څخه زیاتې شي.

تر اوسه پورې په نړۍ کې له ۹۷ لکو څخه زیات کسان په کورونا وایرس اخته او تر ۴۹۱۷۸۰ کسانو زیات مړه شوي دي.‌

XS
SM
MD
LG