لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې د کرونا څخه اغېزمنو شمېره د يو لک 95زره نه سېوا شوه، 3962 تنه يې مړه کړي


په پاکستان کې په تېرو 24 ساعتونو کې په کرونا وايرس اخته نور 59 کسان مړه شوي چې ورسره په ملک کې د دې وايرس څخه د ټولو مړو شمېره 3962 سېوا شوې ده.

د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې په تېر شوا روز کې په نورو 2775کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

په ملک کې د کرونا وايرس وهلو ټوله شمېره يو لک 95زره745 ته سېوا شوې ده.

ويل شوي دا وخت په ملک کې په کرونا وايرس اخته 2765کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې خطرناک دی په تېر شوا روز کې دا شمېره 3003 ښودل شوې وه.

د پاکستان په پنجاب صوبه کې د کرونا څخه د مړو شمېره 1629 ته رسېدلې، په صوبه کې په کرونا 71زره987 کسان اخته شوي او ویل شوي 21زرنهه ترې ښه شوي دي.

په سند صوبه کې په دې وايرس د مړو شمېره 1178 ته رسېدلې ټول 75زره168کسان پرې اخته شوي او 40زره740 ترې روغ شوي هم دي.

په خېبرپښتونخوا کې تراوسه پورې په کرونا وايرس 879 کسان مړه شوي دي په صوبه کې د کرونا پېښې 24زره303 دي او 11زره449 ترې ښه شوي دي.

په بلوچستان کې د کرونا وايرس څخه يو بل تن مړ شوی چې ورسره په صوبه کې د مړو شمېره 109 ته سېوا شوې ده.

په اسلام اباد کې د نورو څلورو تنو مړه کېدو سره د کرونا څخه د ټولو مړوشمېره 119 ته رسېدلې ده.

په ګلګت بلستان کې 23 او ازادکشمير کې 25 تنه د کرونا وايرس څخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG