لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په اسلام اباد کې افغان سفير د پاکستان د پوځ د مشر سره ليدلي


په اسلام اباد کې افغان سفير شکرالله عاطف مشعل د پاکستان د پوځ د مشر جنرل باجوه سره ليدلي په ليدنه کې په دوه اړخيزه ګټو او امنيت خبرې اترې شوي دي.

د پاکستان پوځ پرون زيارت/ پنجشنبې په ورځ د دغه ليدنې په اړه يواځې دومره ويلي، په دې ناسته کې په دوه اړخيزه ګټو او د سيمې د ټول امنيت په اړه خبرې اترې شوي دي.

افغان سفير د پاکستان د پوځي مشر سره دا ليدنه په داسې حال کې کړې چې د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په وروستيو کې ويلي که پاکستان په طالبانو اثر لري او که دغه اغېز په رغنده توګه وکارول شي نو دا به مرسته وکړي.

له دې وړاندې د روانې میاشتې جون په نهمه د پاکستان د پوځ مشر جنرل باجوه د کابل سفر کړی او د افغان ولسمشر اشرف غني سره يې ليدلي وو.

افغان صدارتي ماڼۍ د دغه کتنې په اړه ويلي ؤ، چې په دې کتنه کې د افغانستان "د سولې پروسې، له دغې پروسې څخه د پاکستان د ملاتړ او په دې اړه هم بحث او خبرې وشوې چې د دواړو هیوادونو خاوره به د یو او بل پرضد نه کارول کېږي".

د کابل د سفر نه وړاندې د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د پاکستان سفر کړی او جنرل باجوه سره یې ليدلي وو.

افغان سفير پرون په اسلام اباد کې د پاکستان پيپلز ګوند د مشر بلاول بهټو زرداري سره هم ليدلي دي.

د عاطف مشعل د جنرل باجوه سره دا ليدنه په داسې حال کې شوې چې په پېښور کې يو افغان کډوال عامر تهکالي (رضي الله) پوليسو بې ابرو کړی او په دغه پېښه هم عاطف مشعل د پاکستاني چارواکو سره غږېدلی دی.

XS
SM
MD
LG