لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د کرونا څخه د مړو شمېره د څلورو زرو نه واوړېده، اغېزمن د يو لک 98زرو نه سېوا شو


په پاکستان کې په تېر شوا روز نور 74 کسان د کرونا وايرس څخه مړه شوي دي چې ورسره په ملک کې د مړو ټوله شمېره 4035 ته رسېدلې ده.

د سرکاري شمېرو ترمخه په تېرو 24 ساعتونو کې په 3138 نورو کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی چې ورسره د کرونا وهلو ټوله شمېره يو لک 98زره 883 ته سېوا شوې ده.

سرکاري شمېرې ښايي په ملک کې دا وخت 2729 کسان چې په کرونا وايرس اخته دي روغتيايي حالت يې خطرناک دی.

د دې ترڅنګ دا هم ويل شوي چې تراوسه پورې په ملک کې د کرونا وايرس څخه 86زره906 کسان ښه شوي هم دي.

پنجاب کې د کرونا څخه د مړو شمېره 1656 ته رسېدلې ده.

په پنجاب کې د کرونا وايرس 72زره880 کسان اغېزمن کړي او د صحتمند شوؤ شمېره 21زره340 ته سېوا شوې ده.

په سند کې تراوسه پورې کرونا وايرس1205 کسان مړه کړي 76زره318 يې اغېزمن کړي او 41زره992 ترې ترې ښه شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې په کرونا وايرس اخته مړه شوؤ کسانو شمېر 890 ته رسېدلې ده په صوبه کې په دې ناروغۍ د اخته کسانوشمېره 24زره943 او د روغ شوؤ شمېره 11زره804 ده.

په بلوچستان کې د کرونا وايرس څخه تراوسه پورې 113، په اسلام اباد کې 120، په ازاد کشمير کې 28 او ګلګت بلتستان کې 23 کسان مړه شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG