په پاکستان کې د تېلو بیې سېوا کړی شوي يو ليټر پټرول 25روپۍ58 ګران کړی شوي چې ورسره د يو ليټر پټرولو بيه 100 روپو 10 پېسو ته سېوا شوې ده، د حکومت مخالفه سياسي ګوندونو او په ټولنيزو رسنيو د تېلو بيو سېوا کېدو ته سخت غبرګون ويل شوی دی.
د سرکاري شمېرو ترمخه ډيزل 21روپۍ50 پېسې ګران کړی شوي شوي دي، يو ليټر ډيزل وړاندې په 80روپۍ15 پېسې وو اوس په 101روپۍ 46پېسې ليټر شو.
د تېلو نوې بيې تېره شپه د 12بجو نه وروسته عملي شوي دي.
د خاورو تېل يوليټر 23روپۍ50پېسو ګرانولو سره 59روپوشپږ پېسو او لايټ ډيزل 17روپۍ84 پېسو ګرانولو سره 55روپو98پېسو ته سېدلې دي.
په پاکستان کې د تېلو بيې په داسې حال کې سېوا کړی شوي چې په ملک کې د تېلو بيې کله کمې کړی شوې وې د خېبرپښتونخوا په زياترو برخو کې د پټرولو قلت جوړ شوی او په کمو پټرول پمپونو به پټرول مېلاوېده.
د ځايي خلکو په وېنا په ځينو ځايونو کې به په غلا پټرول خرڅول کېده او يوليټر به د 100 روپو نه په ګرانه بيه خرڅول کېدو.
د پاکستان تحریک انصاف په حکومت نيوکې کيږي چې پټرول يې ارزان کړي خو پوره میاشت يې په ځای ونه ساتل او مافيا پرې زوروره شوه او پټرول يې پرې ګران کړه.
مخالفه ګوند مسلم ليګ ن ویلي، د تېلو په بيو کې سېوا والی د دې خبرې ثبوت دی حکومت نه غواړي چې معيشیت وچليږي او د خلکو د کورونو انغري روان وي.
مسلم ليګ ن د تېلو د بيو سېوا کولو د فېصلې په سمدستي ډول د بيرته اخستو غوښتنه کړې او ويلي يې دي د ټيکس په راټولو کې بدترينه ناکامي، په تاريخ کې تر ټولو زياتې قرضې، معيشيت تباه، د پرمختيا شرح صفر، بېروزګاري او ناروغۍ، دا نوی پاکستان دی؟.
د پيپلزګوند مشر بلاول بټو زرداري د تېلو په بيو کې سېوا والی غندلی او نوې بیې یې رد کړي دي. هغه ويلي د سلېکټډ وزيراعظم سره د عام سړي فکر نشته، کله چې پټرول ارزان کړی شو نو قلت يې جوړ کړی شو او د کمو بيو هيڅ ګټه يې اولس ته ونه رسېده او هيڅ نه ؤ ارزان شوي خو اوس چې ګران شو، ګراني به ورسره جوړيږي.
د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان هم د عمران خان په حکومت نيوکې کړي او ويلي يې دې حکومت په وبايي حالاتو کې هم خلک اولس ونه بخښو او د پټرولو بم يې پرې راغورځوؤ.
په ټولنيزو رسنيو عام خلک هم د تحریک انصاف په حکومت نيوکې کوي چې کله عمران خان او د هغه نور وزيران په حکومت کې نه ؤ، ويل به يې چې تېل ګران شي او ټېکسونه ولګي نو مالومه دې شي چې حکومت غل دی، خلک وايي اوس په نړۍ کې تېل ارزان دي خو په پاکستان کې ګران کړی شو.
د پاکستان د تېلو او قدرتي وسيلو وزير عمرايوب خان ويلي، په تېره مياشت کې په نړيواله کچه د تېلو بیې سېوا شوي او د روپۍ قيمت هم راکم شوی او د هغې په حساب د پټرولو قيمت 31روپۍ 58 پېسې پکار ؤ خو حکومت دا بيه 25روپۍ 58 پېسې سېوا کړی شوې وه.
هغه دا دعوه هم کړې په برصغير کې د نورو هېوادونو په پرتله د تېلو بيې اوس هم کمې دي.
خو د نيويارک د مرکنټايل اېکسچېنج ترمخه په 26م جون د خام تېلو بيه يو بېرل په 38اعشاريه 49 ډالره وه، د وال سټريټ جنرل ترمخه تېره اوونۍ په نړيوال مارکيټ کې يو بېرل په 40 ډالره ؤ.
د راپورونو ترمخه د تېلو د کم مصرف له امله د تېلو نړیوالو کمپنيانو خپله ذخيره د 50 نه 80 فيصدو پورې کمه کړې باوجود د دې چې د اوپېک او د امریکا او روس ترمنځ د دې ژمنې چې د تېلو پېداوار به لس ملينه د ورځې په حساب راکم کړي چې د تېلو بيې پياوړې کړي.