لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل:دافغانستان دبشري حقونو دکمیسیون دوه کارمندان بمي چاودنه کې وژل شوي


دافغانستان پلازمینه کابل کې دبشري حقونو دخپلواک کمیسون په موټر بمي چاودنه کې ددغه کمیسیون دوه کارمندان وژل شوي چې یوه پکې میرمنه هم شامله ده.

دشنبې په ورځ دافغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون پخپله یوه اعلامیه کې ویلي چې دهغوئ په مامورینو دا چاودنه دکابل ښار په دولسمه ناحیه کې شوې ده.

کمیسیون منلې ده چې چاودنه کې یې دوه کارمندان وژل شوي خو وایي تر اوسه ددې برید پړه هیچا په غاړه نه ده اخستې.

دبشري حقونو خپلواک کمیسیون چاودنه کې دخپلو وګړو په وژل کیدو اندېښنه ښودلې اؤ ویلي یې دي کمیسیون به ډیر زر د نورو معلوماتو ترلاسه کولو وروسته خپل اطلاعات دخلکو سره شریک کړي.

دکابل دامنیه قوماندانۍ ویاند هم دا پېښه تائید کړې ده اؤ رسنیو ته یې ویلي چې چاودنه کې یوه میرمنه هم وژل شوې ده.

دامریکا غږ اشنا د راپور له مخې کابل کې دبرتانیې ،ایټالیا،اؤ ځېنو نورو سفارتونو دبشري حقونو دکمیسیون په کارمندانو بمي چاودنه غندلې ده.

په دې وروستیو کې چې امریکا اؤ طالبانو خپلو کې د سولې تړون لاسلیک کړی هم په افغانستان کې دبمي چاودنو اؤ بریدونو لړۍ تم شوې نه ده اؤ تر اوسه په شوؤ بریدونو کې په سوؤنو ملکي وګړو اؤ امنیتي ځواکونو خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG