لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان هند سره دکرتاپور لاره پرانزي،خو افغانستان سره دپولو سرنوشت یې څه دی؟


پاکستان د ۲۹م جون څخه هند نه د سکهانو را اوړیدو په غرض دکرتار پور لارې پرانستلو اعلان کړی خو افغانستان سره دتجارت اؤ راشه درشه دمهمو لارو تورخم اؤ چمن په بشپړ ډول دپرانستلو په هکله یې لا هیڅ پرېکړه نه ده کړې.

څېړونکي وایي دهند سره د کرتا پور لاره پرانستل دپاکستان یو غوره اقدام دی خو افغانستان سره بیا دپولو تړل اؤ دتجارت کچه ورځ تر بلې په ښکته تلل نه یوازې دپولې دواړو غاړو ته میشته اولسونه اؤ تجاران اغیزمن کوي بلکې د دواړو هیوادونو د اړېکو دپراختیا مخه یې هم نیولې ده.

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي اؤ دبهرنیو چارو ددفتر ویاندې عائشه فاروقي پخپلو بیانونو کې ویلي چې پاکستان د۲۹م جون څخه دکرتار پور لارې پرانستلو ته اماده دی اؤ دخپلې دغې امادګۍ څخه یې هند هم خبر کړی دی.

شاه محمود قریشي پخپل بیان کې ویلي چې د مهاراجه رنجیت سنګهـ په کلیزه پاکستان چمتو دی چې د کرتار پور لاره پرانزي.

دپاکستان وزیراعظم تیرکال په نهم نومبر دکرتار پور د لارې پرانسته کړې وه خو په دې وروستیو کې سیمه کې د کرونا وایرس د وباء خوریدو له امله پاکستان دغه لاره تړلې وه.

ددې ترڅنګ پاکستان دافغانستان سره هم خپلې تجارتي لارې د هر رقم اوښتو را اوښتو دپاره تړلې وې خو په دې وروستیو کې پاکستان د تورخم،چمن اؤ غلام خان دلارې سر دوباره دتجارت پیل کولو اجازه ورکړې ده.

دا مهال دپاکستان څخه په دغو لارو اوونۍ کې شپږ ورځې افغانستان ته تجارتي مالونه ځی اؤ دافغانستان څخه هم شپږ ورځې دتازه میوؤ اؤ سبزیانو د را اړولو اجازه ورکړل کیږي خو په پوله دپاکستان دلوري‌یوازې یوه ورځ پیاده افغانانو ته خپلې خاورې ته د اوښتو اجازه ورکول کیږي.

دافغانستان اؤ پاکستان په اړیکو ژور نظر لرونکی اسلام اباد کې میشت پښتون خبریال ښاغلی طاهر خان وایي دکرتا پور لاره پرانستل دپاکستان یو غوره اقدام دی خو افغانستان سره هم باید پاکستان په ګډه پوله دتجارت اؤ راشه ،درشه سیوا کولو دپاره کوټلي ګامونه واخلي.

وي او ای ډيوه ته ښاغلي طاهر خان ویلي په دې وروستیو کې چې دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ دپولو تړل کیدو اؤ په پولو دتاؤ تریخوالي له امله تجارت څومره اغیزمن شوی له دې وړاندې کله هم دوه اړخېره تجارت ته دومره زیان نه ؤ رسیدلی.

ښاغلی طاهر خان وایي په کال ۲۰۱۴م کې چې دافغانستان ولسمشر داسلام اباد په سفر راغلی ؤ نو دلته دواړو هیوادونو هوډ کړی وؤ چې خپل ګډ کلیز تجارت به پینځه اربه ډالرو ته رسوي خو په پوله د وروستیو جنجالونو له امله اوس دغه تجارت بیخي په ښکته تللی دی.

دڅېړونکو اؤ سوداګرو وینا ده چې دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ اړیکو کې دسوړوالي اغیزې په ګډ تجارت هم شوي دی‌اؤ وړاندې چې دواړو هیوادونو خپلو کې د درېوؤ اربو ډالرو کلیز تجارت کولو اوس دا ۴۰۰میلیونه ډالرو ته راټیټ شوی دی.

ښاغلي طاهر خان وویل که د پاکستان اؤ افغانستان حکومتونه تجارت د سیاست نه په ډډه وساتي نو د دواړو هیوادونو ترمینځ دتجارت د ودې ښې موقعې شته اؤ دواړه هیوادونه د ګډ تجارت له لارې خپل اقتصاد پیاوړی کولی شي.

هغه وویل دپاکستان لخوا په افغانانو د ویزې شرط لګول کیدو سره اوس هسې هم د دواړو هیوادونو ترمنځ اولسي راشه درشه کمزورې شوې ده خو که چرې دواړه هیوادونه خپلو اولسونو ته دتجارت غوره موقعې ورکړي، راشه درشه اسان کړي نو ددې هیوادونو سیاسي ،کلتوري اؤ تجارتي اړېکې به وده ومومي اؤ په اړېکو کې به یې سوړوالی له مینځه اوځي.

XS
SM
MD
LG