واشنګټن ـــــ په پاکستان او ګاونډي هندوستان کې کرونا وایرس لا هم په تېزۍ خپرېږي چې هره ورځ یې زرګونه خلک په دې ناروغۍ اخته کېږي او سلګونه مړه کېږي خو هند بشپړ لاک ډاون غزولی او په پاکستان کې برسېرن ټولبند دی.
د کرونا وایرس په لومړیو میاشتو کې د لاک ډاون له کبله تعلیمي ادارې هم بندې شوې وې چې لا هم بندې دي. د پاکستان د تعلیم مرکزي وزیر شفقت محمود د شنبې- خالي په ورځ قومي اسمبلۍ ته وویل، چې د دغو تعلیمي ادارو د بیا پرانیستلو په اړه پرېکړه به د جولای پر دویمه نېټه کوي.
په تېرو څلرویشت ګنټو کې په پاکستان کې شاوخوا پینځه دېرش سوه تنه نور په کرونا وایرس اخته شوي او 93 تنه مړه شوي دي، په هند کې بیا په تېرو څلرویشت ګنټو کې شل زره کسان په دې ناروغۍ اخته شوي او تر څلور سوه زیات مړه شوي دي.
د هند پایتخت نوی ډیلی دا مهال د دې هېواد تر ټولو اغېزمن ښار دی چې د کرونا وایرس ناروغان یې تر 73 زره اوښتي دي او دوه نیم زره تنه پکې مړه شوي دي.
د نوي ډیلي وزیراعلی اروند کېجریوال وایي، په تېزۍ سره د دې ناروغي د خپرېدو له کبله یې د روغتیا نظام زیات اغېزمن شوی دی، خو د هند وزیراعظم نریندرا مودي بیا وایي چې هېواد یې د نورو هېوادونو په نسبت کم له کرونا اغېزمن شوی دی.
دا مهال په پاکستان کې په کرونا وایرس د ټولو اخته کسانو شمېر دوه لکه 1414 او د مړو شویو کسانو شمېر 4,098 دی خو د دې تر څنګ 86 زره 906 تنه له دې ناروغۍ بیرته روغ شوي هم دي.
همدارنګه په هندوستان کې دا مهال په دې ناروغۍ د ټولو اخته کسانو شمېر پینځه 29 زره 500 دی او د مړیو شمېر تر 16 زره اوښتی دی خو د دې تر څنګ یې درې لکه 10 زره تنه له دې ناروغۍ بیرته هم روغ شوي دي.
د پاکستان په بل څنګلوري هېواد افغانستان کې هم د کرونا وایرس پېښې په زیاتېدو دي چې دا مهال یې په دې ناروغۍ د ټولو اخته کسانو شمېر 30 زره 616 تنو ته رسېدلی او تر اوسه یې 703 تنه مړه شوي دي خو 10 زره 674 تنه یې بیرته هم له دې ناروغۍ جوړ شوي دي.