لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکایي سنېټرانو افغان سیکانو او هندوانو ته په امریکا کې د پناه غوښتنه کړې


واشنګټن ــــ د امریکې د سېنټ شل تنو سنېټرانو پر ولسمشر ټرمپ ټینګار کړی چې د افغانستان سیکانو او هندوانو ته دې د هغوی د ژوند ژغورلو په خاطر په بیړنۍ توګه مهاجرت ورکړي ځکه چې وایي هغوی ته له داعش ډلې خطر دی.

دغو سنېټرانو د بهرنو چارو وزیر مایک پمپېیو ته په لېږلي لیک کې له وزارته غوښتنه کړې چې دې موضوع ته دې لومړیتوب ورکړي او د امریکې د مهاجرینو د داخلې پروګرام له مخې دې افغان سیکانو او هندوانو ته پناه ورکړي. په لیک کې راغلي:

"د افغانستان سیکان او هندو لږکي د دوی د مذهب له کبله د داعش خراسان ډلې له موجود خطر سره مخ دي، د مذهبي ازادۍ د خوندیتوب په خاطر په ټینګار سره غوښتنه کوو چې د دغو له ګواښ سره مخ مذهبي لږکیو د دفاع لپاره دې لازم ګامونه پورته شي".

امریکایي سنېټرانو دا غوښتنه په داسې وخت کې کړې چې په وروستیو کې په افغانستان کې د سیکانو او هندوانو پر عبادتځایونو بریدونه زیات شوي چې ذمه واري یې داعش ډلې پر غاړه اخیستې ده.

د طلوع نیوز ورځپاڼې د خبر له مخې دوې اوونۍ وړاندې په پکتیا ولایت کې یو سیک د نامعلومو کسانو له خوا تښتول شوی چې وایي تر اوسه یې درک نه شته او نه یې هم چا د تښتونې ذمه واري منلې ده.

د افغان سیکانو او هندانو مشران پر خپل حکومت تور لګوي چې وایي په دې وروستیو کې دوی ته په امنیت ورکولو کې پاته راغلی دی. په تېره مارچ میاشت کې په کابل کې د سیکانو پر ګوردواره په برید کې 25 تنه وژل شوي شاوخوا لس تنه ټپیان شوي وو.

په افغانستان کې پر مذهبي اقلیتونو د وروستیو وسلوالو بریدونو له کبله ډېری هندوان او سیکان له هېواده بهر هند یا نورو هېوادونو ته کډه کېدو ته مجبوره شوي دي. د افغانستان د ولسي جرګې غړی نریدرا سینګ وایي:

"که حکومت موږ ته په تحفظ راکولو کې ناکامه وي او امنیت مو نه شي ساتلای او یا موږ ته خپل حقونه نه راکوي شاید موږ دا هېواد پرېږدو".

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي، وزارت یې ذمه وار دی چې د هېواد د هر وګړي امنیت وساتي خو وایي د سیکانو او هندوانو امنیت ته زیاته توجه کوي.

د ټایم آف انډیا ورځپاڼې د شمېرو له مخې په افغانستان کې یو وخت د هندوانو او سیکانو شمېر دوه نیم لکه وو خو وایي په وروستیو کې د ناامنیو له کبله د دوی شمېر یواځې زر تنو ته را کم شوی دی.

XS
SM
MD
LG