لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:یو شوارور کې په کرونا وایرس۸۳کسان مړه شوي


پاکستان کې دتیر یو شواروز دننه ۴۰۷۲ نوې د کرونا وایرس پېښې ثبت شوي اؤ ۸۳کسان په دغه وایرس مړه شوي چې دې سره پاکستان کې په کرونا داخته ناروغانو دمړینې شمیره ۴۱۸۸ته رسېدلې ده.

پاکستان کې دکنټرول اؤ عملیاتو دمرکز د شمیرو له مخې دا مهال په ګرد هیواد کې د کرونا دثبت شوؤ پېښو شمیره دوه لکه ۲۹۵۵ته لوړه شوې ده خو ۹۲زره اؤ ۶۲۴کسان له دې ناروغۍ بېرته هم جوړ شوي دي.

دکرونا وایرس تر ټولو زیاتې پېښې په سندهـ ایالت کې ثبت شوي چې شمیره یې ۷۸زره اؤ۲۶۸ ته ده اؤ دوهم وار ورپسې پنجاب ایالت کې د کرونا ۷۴زره اؤ ۲۰۲ پېښې مخې ته راغلي دي.

همدا شان خیبر پښتونخوا کې ۲۵زره اؤ۳۸۰،بلوچستان کې ۱۰زره اؤ۲۶۱،اسلام اباد کې ۱۲زره اؤ ۳۹۵،دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې ۱۰۲۷ اؤ ګلګت بلتستان کې ۱۴۲۳ دکرونا وایرس پېښې ثبت شوي دي.

پاکستان او ګاونډي هندوستان کې کرونا وایرس لا هم په چټکتیا سره خوریږي اؤ هره ورځ زرګونه خلک په دې ناروغۍ اخته کېږي او سلګونه مړه کېږي.

هند دکرونا وایروس دمخنیوي په غرض په هیواد کې سخت لاک ډاؤن پځائ کړی دی خو پاکستان برعکس بیا په ځانګړو سیمو کې د ټېټې کچې لاک ډاؤن لګولی اؤ وزیراعظم عمران خان وایي چې دهیواد کمزوری اقتصاد یې د سخت لاک ډاؤن توان نه لري.

پاکستان د نړۍ هغه وړومبیو درېوؤ هیوادونو کې شامل دی چی په کې د کرونا د رنځورانو اؤ په دې وایرس دمړینو په کچه کې په چټکتیا سره سیوا کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG