لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپاکستان دکرکټ لوبډله بیلابیلو سیالیو دپاره ځانګړې الوتکه کې انګلینډ ته روانه شوه


ټاکل شوې ده پاکستانۍ لوبډله به انګلینډ ته دسفر په مهال درې ټیسټ اؤ درې ټي‌ ۲۰ سیالۍ کوي .خو د کرونا وایرس له امله به ددغو سیالیو کتلو ته نندارچیان نه ورپرېښودل کیږي.

انګلینډ سره دکرکټ دبیلابیلو سیالیو کولو دپاره دپاکستان دکرکټ ملي لوبډله د اتوار په ورځ په یوه ځانګړې الوتکه کې مانچسټر ته روانه شوې ده.

ټاکل شوې ده پاکستانۍ لوبډله به انګلینډ ته دسفر په مهال درې ټیسټ اؤ درې ټي‌ ۲۰ سیالۍ کوي .خو د کرونا وایرس له امله به ددغو سیالیو کتلو ته نندارچیان نه ورپرېښودل کیږي.

دلوبډلې ترڅنګ چې کوم روزونکي اؤ دکرکټ بورډ مامورین انګلینډ ته روان شوي،دکرونا دټیسټونو په خاطر به هغوئ ووسټر کې تر دوؤ اوونیو په قرنطین کې ساتل کیږي اؤ له هغې وروسته به په ۱۳م جولایي ډربي شائر ته روانیږي.

دانګلینډ په سفر کې به د ټیسټ سیالیو مشري د اظهر علي اؤ د ټي ۲۰مشري د بابراعظم پغاړه وي.

په نزدې وختونو کې دپاکستان دکرکټ دملي لوبډلې اووه لوبغاړي په کرونا وایرس اخته شوي وؤ چې هغې کې هغې فخرزمان،عمران خان ،کاشف بهټي ،محمد حفیظ،محمد حسنین ،محمد رضوان اؤ وهاب ریاض شامل وؤ.

دپاکستان کرکټ بورډ اجرائیه رئیس وسیم خان ویلي په کرونا داخته لوبغاړو دوه کرته ټیسټونه شوي اؤ دواړه ځله دغه ټيسټونه د کرونا څخه پاک راختلي دي.

دپاکستان له لوري انګلینډ ته روانه شوې ۲۰کسیره ډله کې اظهرعلي،بابراعظم،اسدشفیق،فهیم اشرف،فواد عالم،عامذ وسیم،امام الحق،خوشدل خان،محمد موسی،محمدعباس،نسیم شاه،روحیل نزیر،سرفراز احمد،شاهین شاه اپریدی،شان مسعود،سهیل خان ،عثمان شینواری اؤ یاسر شاه شامل دي

XS
SM
MD
LG