لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

زلمی خليلزاد بیا د دوحه، اسلام اباد او تاشکند په سفر روان شوی


د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ويلي د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکې ځانګړی استازی زلمي خليلزاد د قطر، پاکستان او ازبکستان په سفر روان شوی دی.

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ويلي زلمي خليلزاد په 28م جون روان شوی او هغه به په دوحه، اسلام اباد او تاشکند کې غوښتنه کوي چې د افغان سولې په اړه په شوې توافقنامه کې چې کومې ژمنې شوې وې هغه دې عملې کړی شي چې پکې بېن الافغاني خبرې، د تشدد کمول او بنديوانو خوشي کول شامل دي.

ويل شوي د خليلزاد سره په دې سفر کې د امریکا د نړيوالې پرمختيا د مالي کارپورېشن (ډي اېف سي) مشر اېډم بوهلر او د هغه ډله هم شامله ده.

د امريکې د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې په افغانستان کې امن، اقتصادي پرمختيا او سيمه ييزه اړيکې د يو بل سره تړلی دي.

ويل شوي د امریکايي استازو پلاوی به په دې سفر کې د افغانستان د اقتصاد او پانګونو او پرمختيا ارزونه کوي کومه چې د افغانستان د اقتصاد د بيا بحالېدو او د سیمې د ثبات دپاره وي.

په اعلاميه کې ويل شوي د کرونا وبا له امله به خليلزاد او بوهلر د افغان چارواکو سره دويډیو لنک د لارې خبرې اترې هم کوي.

زلمی خليلزاد د سيمې دا سفر په داسې حال کې کوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د فرورۍپه مياشت کې د افغان سولې په اړه کومه توافقنامه شوې د هغې لاندې افغان دولت د طالبانو بنديوان خوشي کوي او طالبان به افغان دولتي مامورين ازادوي.

راپورونه وايي تراوسه پورې افغان حکومت د درې زرو پورې طالبان بندیوان او طالبانو هم د سوؤنو په شمېره کې افغان سرتيري او نور حکومتي مامورين خوشي کړي دي.

په وروستيو کې د پاکستان پوځي مشرتابه د افغان مشرتابه سره هم ليده کاته شوي دي.

XS
SM
MD
LG