لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کورونا له زیاتېدو سره د نړۍ په ځینو ځایونو کې بیا بندیزونه لګېدلي


واشنګټن - هند او امریکا د نړۍ له هغو ځایونو څخه دي چې د کورونا په پېښو کې زیاتوالي یې چارواکي دې ته اړ ایستي چې د وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یو ځل بیا د لاک ډاون محدودیتونه ولګوي.‌

هندوستان یو ځل بیا د ګل یا دوشنبې په ورځ د زیاتو پېښو راپور ورکړی چې په یوه ورځ کې نېږدې ۲۰۰۰۰ ته رسېږي.

هند امریکا، برازیل او روسیې نه وروسته د کورونا تر ټولو زیاتې پېښې لري.

د هند په اسام ایالت کې د جولای تر ۱۲ نېټې پورې لاک ډاون لګېدلی دی او په لویدیځ بنګال کې محدودیتونه د جولای تر پایه پورې غځېدلي دي.

په امریکا کې فلورېډا، ټکساس،‌ کالیفورنیا او ارېزونا هغه ایالتونه دي چې د کورونا پېښې په کې زیاتې شوې دي.

د فلورېډا والي ران ډې سنټېس د یکشنبې یا اتوار په ورځ اعلان وکړ چې دی یو ځل بیا په خپل ایالت کې سمندر غاړې یا بیچونه بندوي او وايي چې خلک د ماسکونو تړلو او د ټولنیز واټن ساتلو ته پام نه کوي.

ایالتي چارواکو همدارنګه په بارونو کې د الکولو په استعمال هم بندیز لګولي ځکه والي ډی سنټېس وايي، له دې سره بیا خلک روغتیايي سپارښتنې له پامه غورځوي.

"دا پرېکړه ځکه وشوه چې په بارونو کې زیات خلک سره راټول شي او داسې چاپیریال جوړ کړي چې مونږ یې د مخنیوي هڅه کوو."

ډ ټکساس او کالیفورنیا والیانو هم زیات بارونه تړلي دي او د ټکساس والي ګرېګ اباټ وايي، "کوېډ ۱۹ په ټکساس کې یواځې په تېرو څو اونیو کې ډېره خطرناکه بڼه غوره کړې."

پ کالیفورنیا کې والي ګېوېن نیوسم په اوو بېلابېلو سیمو کې هغه بارونه بېرته تړلي دي کوم چې په دې وروستیو کې پرانېستل شوي وو او په اتو نورو برخو کې هم بارونو ته د بندېدو حکم شوی.

د واشنګټن والي جې انسلې د خپل ایالت د پرانېستلو څلورم پړاو ځنډولی دی.

په دغه ایالت کې په تېره اونۍ کې د ۳۱۸۰ نویو پېښو راپور ورکړل شوی او دا هغه اندازه ده چې په دغه ایالت کې په مارچ کې لیدل شوې وه.

په ټوله امریکا کې دا پرلپسې شپږمه ورځ ده چې هره ورځ په کې د کورونا تر ۳۵۰۰۰ زیاتې نوې پېښې موندل کېږي.

په ټوله نړۍ کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له ۱۰.۲ میلیونو او پرې د مړو شمېر له ۵۰۴۷۷۹ څخه زیات شوی دی.

د روغتیا نړیواله اداره وايي، د یکشنبې یا اتوار په ورځ د کورونا پېښو یو ځل بیا ریکارډ جوړ کړی وو او تر ۱۸۹۰۰۰ څخه اوختې وې چې یواځې په برازېل کې په ۲۴ ساعتونو کې د کورونا پېښې له ۴۷۰۰۰ څخه زیاتې شوې وې.

زیاتره روغتیايي چارواکي وايي، په نړۍ کې په کورونا د اخته کسانو ریښتینی شمېر ښايي له اعلان شویو شمېر څخه ډېر زیات وي چې دلیل یې د ټسټونو کموالی او د هغو کسانو شمېر دی چې د ناروغۍ نښې په کې نه ښکاري.

په جنوبي کوریا کې د ګل یا دوشنبې په ورځ د ۴۷ نویو پېښو سره دغه هېواد د کورونا د دوهمې څپې په اړه اندېښنه لري او ولسمشر مون جې ان له خلکو غوښتي چې د رخصتیو په ورځو کې دې په خپلو سفرونو باندې یو ځل بیا غور وکړي او د ټولنیز واټن ساتل دې نه هېروي.

په جرمني کې د امازون په ګودامونو کې د ګل یا دوشنبې په ورځ کارکونکو د هغو اندېښنو له امله احتجاج وکړ چې په همکارونو کې یې کورونا مثبت شوه.

د امازون د کارکونکو له استازو څخه یوه یې ویل چې تر ۴۰ زیات کاروکونکي په کورونا اخته شوي دي او دغې کمپنۍ ته خپله ګټه د خلکو له خوندیتوب څخه ارزښت لري.‌

امازون دغه تورونه ردوي او وايي، دوی په نړۍ کې د خپلو کارکونکو د ژغورلو په برخه کې په بیلیونونو ډالرو پانګونه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG