لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هلمند په چاودنو کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي


واشنګټن – د افغانستان د جنوبي ولایت هلمند په سنګین ولسوالۍ کۍ د ګل یا دوشنبې د ورځې په چاودنو کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل شوي دي.

د هلمند ولایت لخوا په یوې خپرې شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې په لومړي سر کې طالبانو د خلکو په ګڼې ګوڼې باندې څلور راکټونه وتوغول او بیا یې چاودنه وکړه چې په پایله کې یې ۲۳ ملکي وګړي او دوه طالبان ووژل شول او ۱۵ ملکیان ژوبل شول.

د هلمند د والي ویاند په پېښه کې د ماشومانو د وژل کېدو خبر هم تایید کړی دی.

تر اوسه پورې ددغو چاودنو پړه چا په غاړه نه ده اخېستې او وسلوالو طالبانو هم تر اوسه پورې ددغو راکټي بریدونو او چاودنې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د هلمند ولایتي اداره ادعا کوي چې دوه طالبان په خپل موټر بم چاودنه کې وژل شوي دي.

عیني شاهدانون امریکا غږ ته ویلي، چې دوی د جمعه بازار مېلې ته تللي وو چې راکټونه پرې پرېوتل.

په بیان کې دا رد شوې ده چې ګواکې دغه راکټونه دې د افغان امنیتي ځواکونو لخوا توغول شوي وي.

په اعلامیه کې وړاندې راغلي، چې د هلمند والي محمد یاسین د پېښې د پلټنې لپار یوه امنیتي ډله ګمارلې ده.

دا دوهمه پېښه ده چې ملکیانو ته پکې مرګ ژوبله رسېږي.

اته نور ملکي وګړي د هلمند په واشېر ولسوالۍ کې د اتوار یا یکشنبې په ورځ د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې وژل شوي وو.

په افغانستان کې که له یوې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون شوی خو له بلې خوا د تاوتریخوالي په پېښو کې کوم ځانګړی کموالی نه ده راغلی.

ددغه تړون له مهمو مسلو څخه د تاوتریخولي کمېدل، د طالبانو او د حکومتي امنیتي سرتېرو د بندیانو ازادېدل او د امریکايي سرتېرو کمېدل او په پایله کې په بشپړه توګه وتل یاد شوي.

خو په دې برخه تر ټولو زیات پرمختګ د طالب بندیانو د ازادېدو په برخه کې شوی چې د افغانستان د ملي امنیت د ویاند په وینا تر ۳۵۰۰ زیات طالب بندیان خوشې شوي او د نورو د خوشې کېدو په اړه یې کار روان دی.

بل پلو طالبانو هم تر ۵۰۰ زیات بندي افغان امنیتي سرتېري خوشې کړي دي.

افغان چارواکي په داسې حال کې، د پاتې طالب زندانیانو د خوشې کېدو په اړه غږېږي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د بین الافغاني مذاکراتو تر پیل مخکې، د خبرو لپاره قطر، پاکستان او ازبکستان ته سفر پیل کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG