لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کونړ:امنیتي ځواکونو سره نښته کې دلشکر طیبه شپږ وسله وال وژل شوي


افغان چارواکي دعوه کوي چې پاکستان سره په پوله پروت ختیز ولایت کونړ کې افغان امنیتي ځواکونو سره په نښته کې د درېوؤ پاکستاني وسله والو په ګډون دلشکر طیبه شپږ ترهګر وژل شوي دي.

دکونړ د والي ویاند غني مصمم امریکا غږ اشنا ته د سه شنبې په ورځ ویلي تیره شپه دلشکر طیبه وسله والو دکونړ مرورې اولسوالۍ کې ډله ییز برید کړی ؤ خو افغان ځواکونو ورسره سخته نښته کړې اؤ هغوئ ته یې درانه زیانونه اړولي دي.

هغه پخلی کړی چې د څو ساعتو په دې جګړه کې د درېوؤ پاکستانیانو په ګډون د وسله والې ډلې لشکر طیبه شپږ ترهګر وژل شوي چې مړي یې امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.

لشکر طیبه دپاکستاني تبعه حافظ سعید په مشرۍ ۱۹۸۷کې جوړه شوې چې دمطبوعاتي راپورونو له مخې مرکز یې دپاکستان په جنوبي پنجاب مرید کی سیمه کی دی.

دې وسله والې ډلې تر اوسه دپاکستان دګاونډي هیواد هند د واک لاندې کشمیر کې په هندي عسکرو دګڼو بریدونو پړه پغاړه اخستې ده.

ملګرو ملتونو اؤ دپاکستان حکومت دا وسله واله ډله ناچله ګرځولې اؤ بندیزونه یې پرې لګولې دي.

په کونړ کې تر دې دمخه هم وخت په وخت دامنتیي ځواکونو اؤ دپاکستاني وسله والو ډلو د اړونده ترهګرو ترمنځ نښتې شوي چې پکې ګڼ شمیر ترهګر وژل شوي دي.

په دغه ولایت کې زیاتره وخت د پاکستان اؤ افغانستان د امنیتي ځواکونو ترمنځ دنښتو راپورونه هم مخې ته راځي،

افغان چارواکي دعوې کوي چې دپاکستان له لوري زیاتره وخت امنیتي ځواکونه کونړ کې بېګناه خلک په نخښه کوي خو پاکستاني ځواکونه بیا وایي چې د کونړ نه پرې بریدونه کیږي اؤ هغوي دځان په دفاع کې بریدونه کوي.

روانه میاشت ملګرو ملتونو پخپل یو راپور کې ویلي وؤ چې دا مهال افغانستان کې د اتوؤ نه نیولي تر ۱۰ؤ زرو بهرني جنګیالي موجود دي چې شاوخوا۶۵۰ پکې پاکستانیان دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG