لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان کرنسي نوره هم لوېدلې او قیمت یې د یو ډالر په بدل کې 168 روپۍ شوی


واشنګټن ــــ د پاکستان کرنسي د تېر حکومت په نسبت په اوسني حکومت کې پرله پسې مخ په کښته لوېږي چې اوس یې ارزښت تر بل هر وخت کم شوی او د ګل- دوشنبې په ورځ د یوه امریکایي ډالر په بدل کې د یوې روپۍ بیه 168.91 ته را لوېدلې ده.

بلومبرګ ورځپاڼه وایي سره له دې چې پاکستان تېره اوونۍ د بهرنیو مالي ادارو له خوا 1.75 اربه ډالره او د چین د حکومت له خوا د نهې- سه شنبې په ورځ 1.3 اربه ډالره پور تر لاسه کړی خو بیا یې هم روپۍ مخ په کښته روانه ده.

د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې نن د پاکستان په پرانیستو بازارونو کې د امریکایي ډالر د اخیستلو بیه 167.60 روپۍ او د پلورلو بیه یې 168.40 روپۍ وه.

د اقتصادي چارو کارپوهان وایي د روپۍ د ارزښت کمېدو یو سبب د پاکستان پر مرکزي حکومت د بهرنیو قرضو د ادا کولو فشار دی.

کارپونان وایي دا فشار په داسې وخت کې دی چې د پاکستان سټېټ بېنک هڅه کوله نن د بهرنۍ کرسنۍ د ذخیرې ټاکلی د ۱۲ اربه ډالرو هدف تر لاسه کړي.

د اقتصادي چارو د یوه کارپوه په وینا پاکستان په وروستیو کې له نهه تر لس اربه ډالرو پورې قرضه اخیستې چې خپل پخواني بهرني پورونه په پرې کړي.

XS
SM
MD
LG