لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راپور: د طالبانو په سیمو کې بشري حقونه اوس هم له ګواښونو سره مخ دي


واشنګټن - د بشري حقونو د څار ډلې په یو راپور کې ویلي، طالبانو په افغانستان کې د خپل کنټرول لاندې سیمو کې پر بشري حقونو باندې سخت بندیزونه لګولي که څه هم دوی په دې برخه کې د اصلاحاتو ادعا کوي.

ددغه راپور له مخې، چې د جون په ۳۰ مه نېټه خپور شوی راغلي دي، چې د سیمې خلک دا توان نه لري چې پر طالبانو باندې د هغوی د کړنو له امله که هغه د ښځو او جونو له حقونو څخه د تیري په برخه کې وي او یا د بیان په ازادۍ باندې د سختو محدودیتونو له امله وي نیوکې او پوښتنې وکړي.

راپور لیکلي، چې د طالبانو او حکومتي ځواکونو دواړو له خوا د بشري حقونو څخه تیري دا معنی لري، چې امریکا او نور هېوادونه چې د سولې د بهیر ملاتړ کوي دا باوري کړي چې په هر ډول تړون کې باید د بشري حقونو خوندیتوب یقیني کړای شي.

د ۶۹ پاڼو په دغه راپور کې وړاندې راغلي دي، چې "تاسو د طالبانو په سیمو کې هېڅ ډول حق نه لرئ چې شکایت وکړئ که هغه د تعلیم، ټولنیزو محدودیتونو او یا عدالت په برخه کې وي."

هغه خلک چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ژوند کوي د هغوی په زده کړو، رسنیو ته په لاس رسئ او په ازاد تګ راتګ باندې محدودیتونه دي.

د طالبانو په سیمو کې د هغوی له خوا له بشري حقونو څخه د تېري مسلې دا اندېښنې راپورته کړي چې ایا دوی به په دې وتوانېږي چې د سولې په راتلونکې تړون کې په دې برخه کې خپله ژمنتیا وساتي او که نه.

د بشري حقونو د څار په ډله کې د اسیا د څانګې مشره پټریشیا ګاسنمن وايي، "طالبانو تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې ځینې سختې کړنې کمې کړې دي خو لا تر اوسه هم د خلکو لپاره سخته او خطرناکه ده چې د طالبانو چارواکو ته خپلې اندېښنې او ملاحظات ورسوي.

د بشري حقونو دغه راپور د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ راهیسې له ۱۲۰ کسانو سره د ۱۳۸ مرکو په ترڅ کې چمتو شوی چې د هلمند، کندز، او وردګ له ولایتونو څخه په پوښتل شویو کسانو کې طالب چارواکي، قومندانان، جنګیالي، ښونکي، ډاکټران، مشران، زده کونکي او د سیمې اوسېدونکي شامل دي.

د افغانستان یو شمېر ولسوالۍ دا مهال د طالبانو تر ولکې لاندې دي او په دغه ډول سیمو کې خلک د یو موازي حکومت په څېر د طالبانو قوانینو ته غاړه کږدي که هغه د ښونې، محکمو او یا نورو خدماتو په برخه کې وي.

راپور وايي، که څه هم د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د جونو او د مېرمنو د زده کړو په برخه کې پرمختګ شوی خو لا تر اوسه هم د بیان د ازادۍ، معلوماتو، د رسنیو د ازادۍ او یو شمېر نورو داسې برخو کې لا زیاتې ستونزې دي.‌

راپور وړاندې لیکي، که څه هم طالبانو په رسمي توګه اعلان کړی چې دوی به نور د جونو له زده کړو سره مخالفت نه کوي خو د طالبانو یو محدود شمېر قومندانانو جونو ته دا اجازه ورکړې ده. د طالبانو سیاست داسې په هرې سیمې کې یو ډول نه دی او هر قومندان لخوا یې په جلا توګه د خپلې خوښې مطابق پرمخ وړل کېږي.‌

راپور د یو ښونکي له خولې وایي، چې "نن به درته ووايي چې جونې تر شپږم ټولګي پورې زده کړې کولای شي خو سبا چې یې بل قومندان راشي نو د هغه ښايي د جونو تعلیم خوښ نه وي."

په ځینو ولسوالیو کې زده کړو ته د خلکو غوښتنې طالب چارواکي دې ته هڅولي دي چې نرمه تګلاره غوره کړي خو په ځینو نورو کې خلک وايي دوی نه غواړي د جونو د تعلیم مسله راپورته کړي.‌

په راپور کې دا هم راغلي دي،‌ چې "طالبان په ښکاره ادعا کوی چې دوی ملکي وګړو ته ضرر نه رسوي خو ځینو هغه خلکو ته یې سزا ورکړې چاچې له طالبانو څخه شکایت کړی وو چې په حکومتي سرتېرو د بریدونو پر وخت د دوی کورونو ته ننوځي.‌

طالبانو په خپلې انټرنیټي پاڼه کې دغه راپور رد کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د بشري حقونو په اړه د اندېښنو دغه راپور په داسې حال کې خپور شوی چې تمه ده د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ به په راتلونکو اونیو کې د سولې خبرې پیل شي.‌

دغو خبرو ته د حکومت د مرکچي پلاوي په چوکاټ کې د خپلواکې مدني ټولنې استازو او په کم شمېر مېرمنو ته هم برخه ورکړل شوې ده.

د خبرو له پرمختګ سره به دوی د بشري حقونو مسله او په ځانګړې توګه د ښځو او جونو د حقونو مسلې ورسره راپورته کړي.‌

ددغو خبرو د تنظیم، همغږۍ او ملاتړ لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم سیمې ته ورغلی او د سیمې د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره په دې اړه خبرې کوي.‌

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG