لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډبلیو اچ او د کورونا د وبا د زیاتېدو خبرداری ورکړی


واشنګټن – د روغتیا نړیوالې ادارې د شورو یا چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د کورونا د ټولو پېښو له نیمايي څخه زیاتې یې یواځې په جون میاشت کې رامنځ ته شوي او له دې دا څرګندیږي چې د کورونا وبا د زیاتېدو په حال کې ده.‌

د ډبلیو اچ او مشر تېدروس ګبریاسس په جینیوا کې یوې غونډې ته وویل، "د کورونا د ټولو پېښو شپیته فیصده یې یواځې په تېرې جون میاشت کې رپوټ شوي."

هغه وویل، د تېرې اونۍ راهیسې په نړۍ کې هره ورځ تر ۱۶۰۰۰۰ نوې پېښې رپوټ کېږي او له همدې امله غواړي چې هېوادونه په یاد کې وساتي چې بشپړې تګلارې ورسره د وبا په کنټرول کې مرسته کولای شي.‌

هغه وویل، "ځینې هېوادونو نیمه لارې چارې عملي کړي. له همدې امله دغه هېوادونه له اوږدې او سختې لارې سره مخ شوي دي."

د ډبلیو اچ او مشر وویل،‌ هغو هېوادونو چې پراخ قرنطین یې عملي کړی وو، ناروغان یې له روغو څخه جلا کول او ماسکونه یې تړل د وایرس د خپرېدو په مخنیوي کې بریالي شوو وو او د خلکو ژوند یې ژغورلی.

کورونا وایرس له چین څخه سرچینه اخیستې او دا مهال یې په نړۍ کې تر تر ۱۰.۷ میلیونو زیات خلک نیولي او تر ۵۱۷۵۰۰ زیات یې مړه کړي دي.‌

له دغې ډلې څخه دریمه برخه خلک په امریکا کې دي چې شمېر یې نېږدې ۲.۸ میلیونو ته رسېږي.

په امریکا کې یواځې د نهې یا سې شنبې په ور تر ۴۷۰۰۰ زیات کسان په کورونا باندې اخته شوي دي چې دا د کورونا له پيل راهیسې په دغه هېواد کې په یوه ورځ کې د تر ټولو زیاتو کسانو شمېر دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG