لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان د 42 ډاکټرانو په ګډون 58 روغتیايي کارکوونکي له کرونا وایرسه مړه شوي


واشنګټن ـــــ په پاکستان کې د ډاکټرانو په ګډون له هغو زرګونو روغتیایي کارکوونکو څخه چې په وروستیو میاشتو کې د خپل کار په مهال په کرونا وایرس اخته شوي وو، 58 تنه مړه شوي دي چې په هغوی کې 42 یې ډاکټران دي.

له کرونا وایرسه په دغو مړو شوو روغتیایي کارکوونکو کې 13 پېرامېډیکس او مرستندوی کسان، دوې نرسې او یو مېډیکل زده کوونکی شامل دی.

په تېره اپرېل میاشت کې د بلوچستان ځوانو ډاکټرانو له کرونا وایرسه د ژغورنې د اسانتیاوو د نشتوالي په ضد احتجاج کړی وو، چې پولیسو ورباندې تشدد کړی وو او نیولي یې وو، تر هغه وروسته د پاکستان په ټولو صوبو کې ډاکټرانو د روغتیایي اسانتیاوو د نشتوالي شکایتونه کړي وو.

د ګلف نیوز د خبر له مخې د پاکستان په سیند ایالت کې- چې له کرونا وایرسه تر ټولو زیات اغېزمن دی- تر اوسه 22 ، په پښتونخوا کې 11، په پنجاب کې لس، په بلوچستان کې اووه، په اسلام اباد کې پینځه او په ګلګت بلتستان کې درې روغتیایي کارکوونکي له دې وبا مړه شوي.

د پاکستان د روغتیا وزارت د رسمي شمېر له مخې په دې هېواد کې تر اوسه 5,367 روغتیايي کارکوونکي په کرونا وایرس اخته شوي دي، چې له هغوی څخه 2,798 بیرته روغ شوي، خو د 2,569 تنو لا هم علاج روان دی یا یې ځانونه ګوښه کړي او 240 په روغتونونو کې داخل دي.

د ګلف نیوز د خبر له مخې په پاکستان کې تر ټولو زیات 1,809 روغتیایي کارکوونکي په پښتونخوا کې اغېزمن شوي چې وایي په هغوی کې 856 ډاکټران، 282 نرسان او 671 پېرامېډکس په کرونا وایرس اخته شوي دي.

په سیند کې بیا تقریباً 1,397 روغتیايي کارکوونکي په کرونا وایرس اخته شوي چې وایي په هغوی کې 1034 ډاکټران دي، 121 نرسان دي، 242 پېرامېډکس دي او وایي چې په دوی کې تقریباً 22 تنه یې له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

په پنجاب کې تر اوسه 1,100 روغتیایي کارکوونکي په کرونا وایرس اخته شوي، چې په هغوی کې 625 ډاکټران، 168 نرسان او 307 نور پېرامېډکس شامل دي.

په بلوچستان کې هم تر اوسه شاوخوا 422 روغتیایي کارکوونکي په کرونا وایرس اخته شوي، چې په هغوی کې 345 ډاکټران، اته نرسان او 69 پېرامېډکس شامل دي.

د دې تر څنګ په پایتخت اسلام اباد کې 451 روغتیایي کارکوونکي په کرونا وایرس اخته شوي دي، چې په هغوی کې 315 ډاکټران، 51 نرسان او 85 نور پېرامېډکس شامل دي.

په ګلګت بلتستان کې 105 روغتیایي کارکوونکي تر اوسه په کرونا وایرس اخته شوي، چې په هغوی کې 55 ډاکټران دي او د پاکستان تر ولکه لاندې کشمیر کې 83 روغتیایي کارکوونکي په دې ناروغۍ اخته شوي چې 45 پکې ډاکټران دي خو هلته د کوم ډاکټر یا بل روغتیایي کارکوونکي د مړینې خبر نه دی ورکړل شوی.

د بخښنې نړیوال سازمان د جولای پر لومړۍ نېټه په روغتیایي چارو کې د پاکستان د وزیراعظم سلاکار ډاکټر ظفر مرزا ته په لېږلي لیک کې ټینګار کړی، چې د روغتیایي کارکوونکو روغتیا ته دې پام وکړي.

ایمنیسټي انټرنېشنل په خپل لیک کې داسې څو مثالونه هم یاد کړي دي چې وایي په پاکستان کې پر روغتیایي کارکوونکو تشدد هم شوی چې وایي په هغه کې پر ډاکټرانو بریدونه شوي او روغتونونو ته زیان اړول شوی دی. د پاکستان پر حکومت یې د روغتیایي کارکوونکو د ژغورنې لپاره ټینګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG