لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پېښور ترهګرۍ ضد عدالت ګلالۍ اسماعیل او مور و پلار یې د ترهګرو د ملاتړ له تورونو بري کړل


واشنګټن ـــــ د پېښور د ترهګرۍ ضد عدالت نن د پنجشنبې- زیارت په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ د امریکا مېشتې فعالې ګلالۍ اسماعیل او د هغې د مور و پلار په ضد مقدمه خارج کړې او هغوی یې د شواهدو د نشتوالي له کبله بري کړي دي.

ګلالۍ اسماعیل پر ټویټر لیکلي چې عدالت دا او د دې مور و پلار له "جعلي او د بدنیتۍ" په بنیاد جوړې شوې د ترهګرو د مالي مرستې په مقدمه کې بري کړي دي:

"سرکاري وکیل په تېر یو کال کې حتی یو ثبوت هم [زموږ خلاف] وړاندې نه کړ ځکه چې ثبوت وو نه".

پر ګلالۍ اسماعیل او د هغې د مور و پلار په ضد په 2018م کال کې د پېښور په ترهګرۍ ضد تاڼه کې مقدمه درج شوې وه چې پکې پر دوی له ترهګرو سره د مالي مرستې تور لګېدلی وو.

په مقدمه کې تور لګېدلی وو چې ګلالۍ او د هغې مور و پلار ته چې د دوو غیرسرکاري ادارو اوېر ګرل [ویښې نجونه] او سیډز آف پیس [د امن زړي] لپاره له بهرنیو هېوادونو کومې پیسې راځي هغه د ترهګرو د مالي مرستې لپاره کارول کېږي.

د ګلالۍ اسماعیل وکیل شهاب خټک وایي، د ترهګرۍ ضد عدالت قاضي اصغر علي شاه نن د مقدمې د خارجولو امر وکړ. شهاب خټک پر خپل فېسبوک لیکلي:

"نن د پېښور د ترهګرۍ ضد عدالت د ګلالۍ اسماعیل او د هغې د پلار و مور خلاف مقدمه بې بنیاده وګڼله او دوی یې په عزت سره بري کړل".

شهاب خټک بي بي سي ته ویلي، چې عدالت له سرکاري وکیله د ثبوتونو غوښتنه وکړه، خو وایي هغه ورته د ګلالۍ اسماعیل یو ویډیو کلیپ وړاندې کړ، چې د اسلام اباد پریس کلب مخې ته یې خبرې کړې وې.

وایي عدالت سرکاري وکیل ته وویل چې د اظهار ازادي د هر چا حق دی، که د دې مقدمې په اړه څه شواهد وي هغه وړاندې کړه، وایي سرکاري وکیل هیڅ شواهد ورته وړاندې نه کړل چې له کبله یې عدالت د مقدمې د خارجولو او د ده د مؤکلینو د بري کولو امر وکړ.

ګلالۍ اسماعیل وایي دا اوس د پاکستان د پارلمان او د بشري حقونو د مرکزي وزیر شېرین مزاري کار دی چې دا مسئله وڅېړي او وګوري چې څنګه د پاکستان استخباراتي "اداره ای ایس ای د بشري حقونو د مبارزینو خلاف جعلي جعلي مقدمې جوړوي او په دې توګه د هغوی د تعقیبولو، ځورولو او خاموشولو هڅه کوي".

عدالت څو ورځې وړاندې لا تر نیول کېدو مخکې د ګلالۍ اسماعیل د پلار پروفیسر محمد اسماعیل او د هغې د مور ضمانتونه منظور کړي وو.

XS
SM
MD
LG