لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کشمیر قانون: پر ماشومانو جنسي تېري کوونکي به خصي کېږي


واشنګټن ـــــ د پاکستان تر ولکه لاندې کشمیر قانون جوړوونکې اسمبلۍ په ګډه یوه یوه قانوني مسوده منظوره کړې چې پکې پر ماشومانو جنسي تېري کوونکو ته له جنسي قوته د محرومه کېدو (خصي کېدو) او نورې سزاوې ټاکل شوې دي.

دغه قانوني مسوده د چارشنبې- شورو په ورځ د کشمیر د قانون جوړوونکې اسمبلۍ غړي احمد رضا قادري وړاندې کړې ده، چې وایي اوس به د کشمیر صدر مسعود خان ته لېږل کېږي او د هغه له خوا تر منظورۍ وروسته به د قانون برخه جوړېږي او عملي کېږي به:

"پر ماشومانو جنسي تېری ډېر ناوړه جرم دی او دا ځکه کېږي چې ذمه وار کسان یې تر څو کلونو وروسته بیرته له زندانه خوشي شي او بیا د ماشومانو جنسي ځورونې پیل کړي".

د بشري حقونو سازمانونو پر دې قانوني مسوده اندېښنه څرګنده کړې ده، خو بلې خواته د کشمیر سیاسي ګوندونو او حکومت د دې کله دفاع کړې ده.

د دې قانون له مخې به مجرم تن ته د عدالت له خوا د خصي کېدو سزا اورول کېږي، خو د دې تر څنګ پر ماشومانو جنسي‌ تېري کوونکو ته د عمر یا د مرګ سزاوې هم پکې شاملې دي. رضا قادري وایي:

"دا بیا په قاضي پورې اړه لري چې هغه د جرم څرنګوالي ته په پام سره هغه ته څنګه سزا اوروي".

د کشمیر هغه برخه چې د پاکستان تر ولکه لاندې ده خپل وزیراعظم، صدر او قانون جوړوونکې اسمبلۍ لري، خو بله برخه یې د هند تر ولکه لاندې ده چې تر منځ یې د لاین آف کنټرول په نامه کرښه ده.

د پاکستان تر ولکه لاندې کشمیر وزیراعظم راجه فاروق حیدر خان بي بي سي ته ویلي، چې د کابینې په ګډون له قانون جوړوونکې اسمبلۍ د دې قانوني مسودې منظورول یوه ګرانه پرېکړه وه.

وزیراعظم فاروق وایي اسمبلۍ د دې جرم د مخنیوي لپاره په ګډه منظوره کړه ځکه چې وایي‌ له دې قانون پرته ورسره پر ماشومانو د جنسي تېري د مخنیوي بله لاره نه وه.

پر ماشومانو د جنسي تېري کوونکو د خصي کولو یا له جنسي قوته د محرومه کولو سزا په انډونېشیا او د امریکې په ځینو ایالتونو کې هم شته.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG