لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د کرونا څخه 4551 کسان مړه شوي، د اغېزمنو شمېره د دوه لکه 21زرو نه سېوا شوې


په پاکستان کې د کرونا وايرس څخه نور 78 کسان مړه شوي چې ورسره په ملک کې د دې وايرس نه د مړو ټوله شمېره 4551 ته رسېدلې ده.

د سرکاري شمېرو ترمخه په تيرو 24 ساعتونو کې په نورو 4087 کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی چې ورسره په ملک کې په دې وايرس د اخته شوؤ کسانو شمېره دوه لکه، 21زره896 ته رسېدلې ده.

ویل شوي دا وخت هم 2479 کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې خطرناک دی.

په ملک کې په کرونا وايرس اخته شوؤ کسانو کې يو لک 13زره 623 کسان ښه شوي هم دي.

په پاکستان کې کرونا وايرس تر ټولو زيات کسان په پنجاب صوبه کې مړه کړي او په دې وايرس تر ټولو زيات کسان په سند صوبه کې اخته شوي دي.

په پنجاب کې د دې وايرس نه تراوسه پورې 1819 کسان مړه شوي دي، په دې صوبه کې په 78زره956 کسانو کې د کرونا پخلی شوی او 33زره 786 ترې روغ شوي هم دي.

په سند صوبه کې کرونا وايرس 1437 کسان مړه کړي دي.

په سند کې په 89زره225 کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی او 49زره926 ترې ښه شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې د کرونا وايرس څخه د مړو شمېره 983 ته رسېدلې ده. په صوبه کې 27زره170 کسانو ته کرونا وايرس شوي او 14زره 715 ترې صحتمند شوي دي.

کرونا وايرس په اسلام اباد کې 129، په بلوچستان کې 122 کسان مړه کړي دي.

په اسلام اباد کې د کرونا وايرس 13زره 195 او بلوچستان کې په 10زره 666 کسانو کې دا وايرس مالوم شوي دي، په اسلام اباد کې ترې 8264 او بلوچستنا کې ترې 5073 کسان ښه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG