لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امارات ائيرلاين د پاکستان سره الوتنې په ځای کړې، د مسافرو دپاره د کرونا معاينه شرط


يونائټډ عرب امارات ائير لاين د پاکستان د کراچۍ، لاهور، اسلام اباد او سيالکوټ ښارونو څخه د مسافرو دپاره د الوتکو په ځای کولو ويلي خو ورسره یې دا شرط اېښودی چې په الوتکه کې سفر کوونکي به د کرونا وايرس تازه معاينه لري چې کرونا وايرس پکې منفي وي.

د یاد هوايي شرکت وياند ويلي هغه څوک چې په امارات ائيرلاين کې دوبۍ يا بل چرته سفر کوي د هغه دپاره ضروري ده چې د کرونا وايرس معاينه يې کړي وي او هغه د څلورو ورځو نه زړه نه وي.

خو ورسره يې ویلي د 12 کالو نه د کم عمر ماشومان د مور پلار سره بې د معاينې سفر کولی شي خو چې مور پلار يې د کرونا وایرس څخه پاک وي.

د ځايي ميډيا ترمخه په پاکستان کې د نېشنل کمانډ اپرېشن سنټر په ناسته کې په دې موضوع بحث شوی او ويل شوي بل کوم ائيرلاين يا بل کوم هېواد تراوسه پورې دا نه ده ضروري کړې چې د مسافر سره به د کرونا معاينه وي.

امارات ائيرلاين په 24م جون وروسته له هغې د پاکستان څخه الوتنې ځنډولې وې کله چې د پاکستان نه هانګ کانګ ته د امارات ائيرلاين په الوتکه کې په تللو کسانو کې په 30 کې د کرونا وايرس مالوم شوي وو.

نزدې يوه اوونۍ وړاندې د برتانيې ټيليګراف ورځپاڼې هم په خپل يو خبر کې دعوه کړې وه چې برتانیې ته د کرونا وايرس نيمې پېښې د پاکستان څخه تللي دي.

ورځپاڼې ویلي ؤ د مارچ د لومړۍ نېټې څخه د پاکستان نه په 190 پروازونو کې 65زره کسان برتانیې ته تللي دي.

په پاکستان کې تراوسه پورې په دوه لکه 25زره283 کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او دې وايرس تراوسه پورې 4619 کسان مړه کړي دي.

پاکستان د کرونا وايرس د پېښو په حساب د نړۍ په 188 هېوادونو کې په 12 نمبر دی چرته چې د کرونا وايرس پېښې تر ټولو زياتې مخې ته راغلي دي.

XS
SM
MD
LG