لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

داشرف غني ځانګړی استازی یوسف غضنفر په کرونا وایرس ومړ


دسوداګرۍ اؤ اقتصادي پیاوړتیا په چارو کې دافغان ولسمشر اشرف غني ځانګړی استازی محمد یوسف غضنفر په کرونا وایرس داخته کیدو له امله مړ شوی اؤ ولسمشر اشرف غني دهغه مړینه دهیواد دپاره یو ستر زیان بللی دی.

شمیرې ښایي چې افغانستان کې تر اوسه ۸۱۹ کسان په کرونا وایرس مړه شوي خو محمد یوسف غضنفر وړومبی لوړ پوړی دولتي چارواکی دی چې په کرونا وایرس داخته کیدو له امله یې خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ څخه خپور شوي یو بیان کې افغان ولسمشر اشرف غني د خپل استازي یوسف غضنفر مړینه یو ستر زیان بللی اؤ ویلي یې دي چې هغه یو ملي شخصیت ؤ چې په متحد افغانستان یې باور لرلو.

ولسمشر ویلي ارواښاد غضنفر دافغانستان دابادۍ اؤ بې وزله خلکو سره دمرستې په موخه زړه پورې ګامونه اخستي وؤ اؤ دهغه خدمات به دافغانانو تل په یاد وي.

محمد یوسف غضنفر د ازبک قام سره تړاؤ لرلو اؤ هغه په ولسي جرګه کې د بلخ دخلکو استازی هم کړی ؤ.

افغانستان کې تر دې دمه د کرونا وایرس ۳۲ زره اؤ ۳۲۴ پېښې ثبت شوي اؤ دصحت د محکمې چارواکي وایي چې یوازې په تیر یو شوارو کې ۱۳ کسانو د کرونا وایرس له امله خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.

همدا شان په دغه هیواد کې ۱۷۳۳۱ کسان له کرونا وایرس بیرته هم روغ شوي دي

XS
SM
MD
LG