لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نېټو ځواکونه وایي افغان پوځیانو او پولیسو ته یې تر ټولو لویه طبي مرسته لېږلې


واشنګټن ــــ په افغانستان کې د مېشتو نېټو ځواکونو غیرپوځي اتحاد یا د کلک ملاتړ ادارې د شنبې- خالي په ورځ‌ وویل، چې له کرونا وایرس سره د مبارزې لپاره یې له افغان ځواکونو سره له دې ناروغۍ د ژغورنې د وسایلو په برخه کې "تر ټولو لویه" طبي مرسته کړې ده.

د نېټو ځواکونو د کلک ملاتړې ادارې پخپل یوه ټویټ کې لیکلي "په ټول افغانستان کې د افغان ملي پوځ او افغان ملي پولیسو لپاره مو تر 1.4 میلینه (14 لکه) زیات ماسکونه، پینځه لکه دستانې، څلور لکه 60 زره چپنې او د جراحۍ سامانونه لېږلي چې پر لاره دي".

د دې مرستې اعلان د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تر هغه خبر وروسته شوی چې وایي کرونا وایرس د افغان ځواکونو زیاتو سرتېرو ته ور پورې شوی او هغوی یې د طالبانو د زیاتو شوو بریدونو د مخنیوي په برخه کې د جګړې په ډګر کې اغېزمن کړي دي.

په ټویټ کې ویل شوي‌ چې د نېټو ځواکونو 28 غړي هېوادونه له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره مرستې ته ژمن دي چې هغوی په هېواد کې د امن ټینګولو هڅې دوامدارې وساتي.

واشنګټن پوسټ د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د افغان امنیتي چارواکو- چې نومونه یې نه دي څرګند- له خولې ویلي وو، چې له 60 تر 90 فیصده افغان پوځیان له کرونا وایرسه اغېزمن شوي‌ دي او د طالبانو د بریدونو د مخنیوي په برخه کې یې د هغوی شمېر کم کړی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت خپلو پوځیانو ته په زیاته کچه د دې ناروغۍ د ور پورې کېدو رپوټونه رد کړي او ویلي یې دي چې په پوځي مرکزونو او چیک پوسټونو کې یې د دې وایرس د مخنیوي لپاره ضروري ګامونه اخیستي‌ دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د خبر له مخې د دې هېواد په 37 میلینه ابادۍ کې تر اوسه 33000 تنو ته کرونا وایرس ور پورې شوی چې وایي‌ له هغوی څخه 826 تنه مړه شوي دي، خو وایي په هېواد کې د ټیسټونو د کموالي له کبله کېدای شي دا شمېر تر دې ډېر زیات وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG