لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عبدالله عبدالله به د پاکستان سفر کوي


پاکستان ویلي د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته يې په رسمي ډول د پاکستان د سفر بلنه ورکړې او عبدالله په بلنه د پاکستان مننه کړې ده.

د افغانستان دپاره د پاکستان د وزیراعظم ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، د پاکستان او افغانستان اړيکې مخ په وړاندې روانې دي.

هغه په ټویټر ویلي، د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته په سرکاري توګه د پاکستان د سفر بلنه ورکړې ده.

هغه د سفر نېټه نه ده ښودلې خو ویلي يې دي په مناسبه نېټه به عبدالله عبدالله سفر وکړي.

عبدالله عبدالله هم په ټويټر ويلي،

په کابل کې يې د پاکستان د سفير نصرالله خان سره ليدلي د سولې د پروسې او سيمې په حالاتو يې ورسره هر اړخيزه خبرې وکړې، هغه مننه کړې چې پاکستان ورته د سفر بلنه ورکړې ده.

پاکستان عبدالله عبدالله ته د سفر بلنه په داسې وخت کې ورکړې چې په افغانستان کې د بېن الافغاني خبرو په اړه ويل کيږي ښايي د روانې مياشتې په اخره کې د کابل د حکومت او طالبانو ترمنځ بېن الافغاني خبرې پېل شي.

په وروستيو کې پاکستان د افغانستان سره ځينې پولې پرانستې او په 12م جولايۍ يې د انګور اډې او خرلاچي د پولو پرانستلو هم ويلي دي.

خو په عېن حال کې په پاکستان کې يوې غېر دولتي څېړنيزې ادارې پاکستان انسټيټيوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز پخپل رپورټ کې ويلي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د تړون وورسته اوس د افغانستان څخه ترهګرې ډلې په پاکستان کې د پټېدلو هڅې کوي .

ددغه څېړنىزې ادارې د پروګرام ډاېرېکټر حصام صديقي وي او ای ډيوه ته ویلي د امريکا او افغان طالبانو ترمينځه د امن لوظنامې د لاسليک کيدو راپدیخوا چې په افغانستان کې څومره د امن دپاره فعالیتونه سېوا کیږي دومره اوس په دغه هېواد کې په ترهګرو ځمکه راتنګیږي.

افغانستان او امریکې له دې وړاندې وخت په وخت په پاکستان تورونه لګولي چې په خپله خاوره يې افغان طالبانو او حقاني شبکې ته ځای ورکړی او دوی د دغلته نه په افغانستان کې ترهګري کوي.

خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي او وايي په خپله خاوره يې د ټولو ترهګرو پرضد بې توپيره عمليات کړي او په افغانستان کې سوله غواړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG