لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حاجيان به خانه کعبې ته لاس نه شي لګولی


د سعودي عرب حکومت سږ کال د حج کوونکو دپاره لارښوونه خپره کړې چې پکې ويل شوي حاجيان به ګڼه نه جوړوي او په مېلاوېدو به بندېز وي.

د کرونا وبا له امله سعودي عرب د وړاندې نه اعلان کړی چې سږ کال به يواځې په سعودي عرب دننه یو زر کسان حج کوي.

د سعودي عرب دولتي خبري ادارې ويلي د د سعودي عرب د ناروغتياګانو د مخنیوي مرکز د حاجيانو دپاره د لارښوونې اعلاميه خپره کړې ده چې حاجيان به د حج په مهال د کومو کارونو نه ډډه کوي.

ضروري ګرځول شوې چې حج کوونکي او انتظام کوونکي به هر ځای ماسک اچوي.

ويل شوی حاجيانو ته به اجازت نه وي چې خانه کعبې ته لاس ولګوي او حجر اسود ښکل کړي، دغه رنګ حاجیان به د يو بل نه په يو نیم ميټر فاصله کې اوسي.

په اعلاميه کې ويل شوي د نمونځ او طواف په وخت به هم حاجيان د يو بل نه فاصله ساتي.

د اعلاميې ترمخه د حج په مهال به منی، مزدلفې او عرفات ته يواځې هغو کسانو ته د تلو اجازت وي چې څوک اجازت نامه لري.

د دې ترڅنګ د شېطان ويشتو دپاره به هغه کاڼي کارول شي چې د وړاندې نه په سېنېټايزرو پاک کړی شوي وي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG