لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا او نړۍ کې د کورونا وروستی حال


په هندوستان کې د کورونا ناروغانو د درملنې یو مرکز
په هندوستان کې د کورونا ناروغانو د درملنې یو مرکز

واشنګټن - د امریکا د جنوبي ایالتونو سیمه ایزو چارواکو د کورونا په پېښو کې د زیاتوالي له امله اندېښنې څرګندې کړي که څه هم ولسمشر ډانلډ ټرمپ یې بې ضرره ګڼي.

د ارېزونا د فیونېکس ښاروالې کتي ګلیګو اې بي سي نیوز ته وویل، "له دې اونۍ څخه څرګندیږي چې مونږ ډېر ژر له وخته مخکې کاروبارونه پرانیستي دي."

دغه ځایونه په مارچ او اپرېل میاشت کې تړل شوي وو. کتي وویل، د ۱.۷ میلیونو په دغه ښار کې ۵۹۰۰۰ کسان په کورونا اخته شوي دي او د کورونا وایرس د ټېسټونو په ځایونو باندې له اندازې زیاته ګڼه ګوڼه ده.

په امریکا کې په دې وروستیو ورځو کې هره ورځ د کورونا له ۵۰۰۰۰ څخه زیاتې پېښې رپوټ شوي دي.

یواځې په فلورېډا کې د خالي یا شنبې په ورځ تر ۱۱۴۰۰ زیاتې نوې پېښې رپوټ شوې دي. همدا ډول په ټېکساس کې په یوه ورځ کې تر ۳۵۰۰۰ زیاتې نوې پېښې رپوټ شوي دي.

خو ولسمشر ټرمپ چې د خالي یا شنبې په شپه یې خبرې کولې وویل، د کورونا ۹۹ فیصده نوې پېښې بې ضرره دي. دا په داسې حال کې چې په روغتونو کې د ناروغانو شمېر لوړ شوی دی.

په امریکا کې نېږدې درې میلیونه کسان په کورونا باندې اخته شوي او له ۱۳۲۰۰۰ څخه زیات مړه شوي دي.

هندوستان د ګل یا دوشنبې په ورځ د کورونا وایرس د ۲۳۰۰۰ نویو پېښو راپور ورکړی چې له دې سره په نړۍ کې د کورونا د زیاتو پېښو له امله له روسیې مخکې شو او دریم ځای یې راخپل کړ.

له هندوستان څخه د کورونا د زیاتو پېښو له امله یواځې امریکا او برازیل مخکې دي.‌

دغه هېواد نړیوال سفرونه بند کړي دي خو حکومت په سیمیزې سیلګرۍ باندې پړاو په پړاو محدودیتونه لېرې کوي تر څو اقتصاد ورسره ښه شي.

خو په اتراپرادیش ایالت کې چارواکو په سوداګریو او د تاج مهل په ګډون په اګرا ښار کې د سیلګرۍ په نورو ځایونو کې لاک ډاون غځولی دی.

سیمیزو چارواکو ویلي، د خلکو د ګټې لپاره د اوس لپاره دا پرېکړه شوې چې اګرا ښار به اوس تړل شوی وي.

په اګرا کې تاج مهل او نور ځایونه د مارچ میاشتې راهیسې تړل شوي دي.

په داسې حال کې چې زیاتره حکومتونه په دې کار کوي چې له کورونا وایرس سره څه ډول غبرګون وښيي، له ۳۲ هېوادونو څخه ۲۳۹ ساینس پوهانو د روغتیا له نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او څخه غوښتي دي، چې د هوا له لیارې ددغه وایرس د خپرېدو په اړه خپلې لارښونې بیا تازه کړي.

دغه ساینس پوهان وايي، داسې شواهد شته چې کورونا وایرس په هوا کې پاتې کېدای شي او دغه وړې ذرې خلک اخته کولای شي.

په استرالیا کې د کورونا د پېښو له زیاتېدو سره د ګل یا دوشنبې په ورځ چارواکو اعلان وکړ چې ددغه هېواد د دوو ګڼ مېشتو ایالتونو ویکټوریا او نیو سوت وېلز ترمنځ به پولې تړلې وي.

دا په دغه هېواد کې یو له مهمو نښو څخه ګڼل کېږي ځکه تر دې دې مخکې سل کاله وړاندې د فلو یا زکام له امله دغه ډول ګام پورته شوی وو.

یونان وروسته له هاغه چې د کورونا پېښې پکې زیاتې شوې ویلي دي، چې دوی به د جولای تر ۱۵ نېټې پورې له سربیا څخه د مسافرو په راتګ باندې بندیز لګوي.

په اسپانیه کې د کورونا د نوې څپې د وېرې له امله په شمال لویدیځه برخه کې لاک ډاون لګېدلی.

اسپانیه کې په اروپا کې د کورونا له مرکزونو څخه ګڼل کېږي چې پکې د اخته کسانو شمېر له ۲۵۰۰۰۰ او د مړو شمېر له ۲۸۰۰۰ څخه زیات شوی دی.

په السلواډور کې د بیا پرانېستلو دوهم پړاو وروسته له هاغې دوه اونۍ نور هم وځڼدېده کله چې په دغه هېواد کې د کورونا په پېښو کې ۵۰ فیصده زیاتوالی راغی.

په سعودي عربستان کې د حج له پېلېدو مخکې چې هر کال کابو دوه نیم میلیونه کسان ورتلل، حکومت یې اعلان کړی چې سږ کال به دغه شمېره زرو کسانو ته محدوده کړي.

له سعودي عربستان څخه د باندې نورو مسلمانانو ته د ورتګ اجازه به سږ کال نه وي او د نویو قوانینو له مخې چې د ګل یا دوشنبې په ورځ اعلان شول، حاجیانو ته به اجازه نه وي چې په کعبې شریفې باندې لاس کېږدي او هم باید یو له بل څخه یو نیم متر فاصله وساتي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG