لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: 24 نيوز ټیلي ويژن بند، 1000 کار کوونکي بې روزګاره شو


په پاکستان کې د الیکټرانک ميډیا د کنټرول او څارنې ادارې (پېمرا) د جمعې په ورځ د شخصي ټیلي ويژن چېنل (24 نيوز) لائسنس معطل کړی، او له دغې وروسته د چېنل انتظاميې چېنل بند کړی او د 965 کار کوونکو د نوکريانو ختمولو اعلاميه يې خپره کړې ده.

پېمرا ويلي ياد چېنل د ويليو ټي وي چېنل په نوم د ساعت تيري د پروګرامونو لائسنس لرلو، د پېمرا د قانون سرغړونه يې کړې او په غېر قانوني توګه يې د 24 نيوز په نوم خبرونه او د روانو چارو پروګرامونه خپرول، ځکه يې ورله لائسنس معطل کړی دی.

د پېمرا چيئرمېن مرزا سلیم بېګ د وي او ای اردو څانګې ته ويلي چېنل ته يې څو ځله خبرداری ورکړی او اداره د دې خبرې اجازت نه شي ورکولی چې لائسنس د بل څه وي او بل څه پرې خپرول کيږي.

هغه ويلي لائسنس یې معطل کړی، نه چې ختم کړی يې دی او د لائسنس ترمخه اوس هم چېنل چلېدی شي.

هغه د کار کوونکو د لرې کولو زمه واري د ټي وي چېنل په انتظاميه ور اچولې ده.

د ياد چېنل مشر محسن نقوي د اتوار په ماښام ويلي هغه په زړه ماتې د 24 نيوز بندولو پرېکړه کوي.

د خبر ترمخه هغه ويلي هره ورځ د مرکزي حکومت د تورونو سره مخ کيږي ستړی شوی دی.

د ياد چېنل ډائريکټر نیوز خرم کليم ويلي په داسې حال کې چې ملک د بحران ښکار دی هلته نور 1000 کسان بې روزګاره کړی شو.

د ياد چېنل کار کوونکو او د ژورنالسټانو تنظميونو په اسلام اباد کې د پېمرا د مرکزي دفتر مخې ته احتجاجي مظاهره هم کړې او په دغه مهال يو تن ليدل کيږي چې په ځان تېل اچوي او وايي خودکشي کوي.

ويل شوي د احتجاج کوونکو لرې کولو دپاره هوايي ډزې هم شوي دي.

پېمرا ویلي د 24 نيوز کار کوونکو د پېمرا عمله يرغماله کړې او په دغه مهال د يو ساتونکي نه په غلطۍ ډز شوی چې هيڅ قسمه تاوان يې نه دی اړولی.

خرم کليم تور لګولی د چېنل بندېدل يې د رسنيو د فشار لاندې ساتلو حربه ده، هغه ويلي پېمرا ته څو ځله تلي خو پېمرا د وروستوالي نه کار اخستی او اخر چې 1000 کسان د نوکريو څخه وويستل شو.

هغه د تحریک انصاف په حکومت تور لګولی چې د چېنل نه يې خوشحاله نه ؤ، چېنل به د حکومت د ناکامه پاليسيانو په اړه خبره کوله ځکه بند کړی شو.

د حکومت مخالفه او اتحادي ګوندونو د 24 نيوز د بندولو د حکومتي پرېکړې غندنه کړې ده.

د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري د چېنل بندول په صحافت حمله بللې او په چېنل د بندېز د فېصلې بيرته اخستو غوښتنه يې کړې ده.

د مسلم ليګ ن ګوند شهباز شريف ويلي د چېنل بندول د رښتياؤ غږ غلي کول دي هغه د دې ګام غندنه کړې ده.

د حکومت اتحادي مسلم ليګ ق هم د چېنل بیا پرانستو غوښتنه کړې ده.

د صحافت او مطبوعاتو د ازادۍ دپاره کار کوونکي تنظيمونه د وړاندې نه نيوکې کوي چې په پاکستان کې ژورنالسټان او رسنۍ، حکومت او ادارې د خپلې خوښې د خبرونو دپاره د فشار لاندې ساتي.

د تحریک انصاف په حکومت کې له دې وړاندې هم د نيو ټي وي لائسنس معطل کړی شوی او يو بل چېنل اپ نيوز هم د مالي مشکلاتو له امله بند کړی شوی ؤ.

XS
SM
MD
LG