واشګټن ــــ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو یوې پلټونکې پخپل تازه رپوټ کې ویلي، په تېره جنورۍ میاشت کې چې د ایران پر لوړپوړي کمانډر جنرل قاسم سلیماني د امریکې له خوا ډرون برید وشو دا "خپلسرې وژنه" وه.
د غیرعدالتي او خپلسرو وژنو د برخې ځانګړې خبریالې اګنس کالامارډ پخپل رپوټ کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته ویلي "داسې ثبوت نه دی ورکړل شوی چې ګواکې جنرل سلیماني په ځانګړې توګه په عراق کې د امریکا پر مفاداتو برید پلاناوه، چې د هغه په بنیاد دې بیړنی ګام مهم او جایز ګڼل شوی وي".
د جنرل سلیماني پر کاروان په تېره جنورۍ میاشت کې هغه وخت ډرون برید وشو چې هغه له بغداد هوایي ډګره د روانېدو په حال کې وو، چې په نتیجه کې یې د جنرل سلیماني په ګډون د عراق یو اعلی پوځي چارواکی او څلور نور عراقي عسکر و وژل شول.
امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته پخپل رپوټ کې ویلي چې ځواکونو یې پر جنرل سلیماني دغه برید د خپلې دفاع لپاره په دې خاطر وکړ، چې وایي "په وروستیو میاشتو کې د ایران له خوا ورباندې د بریدونو لړۍ تېزه شوې وه".
خو د ملګرو ملتونو ځانګړې خبریاله مېرمن کالامارډ وایي، امریکا پخپل وضاحت کې "پاتې راغلې چې حتی یو تر سره کېدونکی برید هم بیان کړي" او وایي "تر کومه چې د بیړني خطر اندېښنه ده امریکایي چارواکي په دې کې مبهم او بې اهمیته ښکارېدل".
د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپېیو پر سلیماني تر برید څو ورځې وروسته ویلي وو، چې سلیماني پر عراقي د امریکا پر ګټو لوی بریدونه پلان کړي وو او وايي چې دا بریدونه په نیژدې وخت کې کېدونکيوو.
ایرن د جنرل سلیماني د وژنې په جواب کې دعوه کړې وه چې په عراق کې یې پر دوو امریکایي اډو د توغندیو بریدونه کړي وو او او تر سل شاوخوا امریکایي پوځیان یې ټپیان کړي وو. مېرمن کالامارډ وایي ایران د امنیت شورا ته پخپل بیان کې ویلي، دا بریدونه یې د خپلې دفاع لپاره کړي وو.
مېرمن اګنس کالامارډ په عراق کې پر جنرل سلماني برید د نړیوال قانون خلاف ګڼلی ځکه چې وایي دا برید یې د عراق له خوښې پرته کړی وو او د دې په وینا دا د عراق د خپلواکۍ سرغړونه ده. مېرمن کالامارډ ملګرو ملتونو ته لیکلي:
"تر څو چې امریکا د دې وضاحت کوي، نتیجه دا ده چې دا برید پر عراق یرغل دی او د عراق اوسېدونکي او د دوی پر خاوره غیرملکیان وژل د نړیوال قانون له مخې غیرقانوني او خپلسری کار دی".
ټاکل شوې چې مېرمن کالامارډ نن د نهې- سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته حاضره شي او خپل تحقیقاتي رپوټ ورته وړاندې کړي. امریکا په 2018م کال کې له دې شورا وتلې ده.