لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان اؤ چین په جهلم سیند د یو نیم ارب ډالرو په لګښت دبندجوړولو تړون لاسلیک کړو


د پاکستان او چین تر منځه د 1.5 اربه ‌‌‌‌‌‌ډالرو یو تړون لاس لیک شوی چې له مخې به یې د پاکستان په جهلم سیند ازاد پتن سیمه کی د اوبو بند جوړولی شی او حکوکت وائي دا به د چین پاکستان. اکنامک کوریډور یا اقتصادي لارې برخه وی.

دازاد پتن بند دبجلۍ ترلاسه کولو په تړون لاسلیک د نهې په ورځ اسلام اباد کې د وزیراعظم عمران خان په موجودیت کې شوی دی.

دپاکستان د سرکاري ریډیو د خبر له مخې ددې پروژې څخه به پاکستان اووه سوه میګا واټه بجلي ترلاسه کوي اؤ ټاکل شوې ده چې پروژه به د کال ۲۰۲۶م پورې سرته رسولی شي.

د پاکستان اؤ چین تر منځ دجوړیدونکې اقتصادي لارې د ادارې مشر عاصم سلیم باجوه وایي ددې پروژې اساسي موخه په ارزانو نرخونو داسې بجلي ترلاسه کول دي چې چاپیریال هم ورسره نه خیچنیږي.

په ټوئټر عاصم سلیم باجوه لیکلي دي چې ددې پروژې څخه به پنجاب اؤ کشمیر ته هرکال یو ارب اؤ ۳۰ کروړه روپۍ ګټه په لاس ورځي.

څېړونکي وائي دچین سره لاس لیک شوي د سي پیک په تړون کې د کشمیر ذکر نشته اؤ بل اړخ ته د پاکستان په هزاره او کشمیر کی وخت په وخت د سی پیک په ضد احتجاجونه هم کیږی.

په دې وروستو کی دپاکستان دنیلم جهلم پروژې په ضد هم احتجاجونه شوي وؤ سیمه ییزو خلکو دریځ خپل کړی ؤ چې دا پروژه د مظفر اباد چاپیرچل ته نقصان رسوي او دا ‌‌‌‌‌‌ډیم به هم په جهلم سیند جوړیږی.

د پاکستان وړې صوبې هم د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ په سر اندېښنې لري او وايي د دغه منصوبې زیاتې ګټې د پاکستان لوې صوبې پنجاب ته رسي او وړې صوبې لکه خېبر پښتونخوا او بلوچستان د دغې منصوبې د ګټو نه محرومه ساتل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG