لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په جاپان کې ګڼو بارانونو او سېلابونو د څورلسو بوډاګانو په ګډون 50 تنه مړه کړي


واشنګټن ـــــ د جاپان په لوېدیځه جزیره کیوشو کې له تېرو درو ورځو راهیسې د روانو ګڼو توفاني بارانونو او سېلابونو له کبله تر اوسه 50 تنه مړه شوي او د لسګونو نورو د ورکېدو خبر ورکړل شوی دی.

چارواکي وایي د کوماموتو په نوم د دې جزیرې په یوه سیمه کې تر ټولو زیاته تباهي شوې ده چې وایي په مړو شوو پینځوسو کسانو کې 49 د همدې سیمې دي.

د سېلابونو له کبله تر اوسه د دوولسو تنو د ورکېدو خبر هم ورکړل شوی چې وایي په هغوی پسې پلټنه روانه ده.

وایي په دې سیمه کې بجلۍ او لارې بندې شوې او خلک یې له کورونو پراخو میدانونو ته وتلو ته ته اړ شوي دي.

رپوټونه وایي چې د کوماموتو په سیمه کې د بوډاګانو لپاره جوړ نرسنګ هوم [د ناروغانو د پالنې ځای] ته هم سېلابي اوبه ور ننوتې چې له کبله یې هلته پراته ناروغان را ونه ایستلای شول او په نتیجه کې یې 14 تنه مړه شول.

جاپاني چارواکي وایي د جمعې په ورځ پیل شوي بارانونه لا نه دي درېدلي او د دې هېواد د هواپوهنې ادارې د نورو بارانونو اټکل هم کړی دی.

د دې هېواد په کیوشو ټاپو کې تر توفاني بارانونو وروسته چارواکو تر 30 لکه زیاتو خلکو ته امر کړی چې له خپلو کورونو یوه خوندي ځای ته کډه شي.

XS
SM
MD
LG