لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا په رسمي توګه د صحت نړيواله اداره پرېږدي


سپينې ماڼۍ په رسمي توګه د صحت نړيوالې ادارې ته خبر ورکړی چې د صحت د نړیوالې ادارې د تنظيم څخه ووځي، باوجود د دې چې په امریکا کې د کرونا وبا خوريږي او نوې پېښې مخې ته راځي.

د امريکا صدر ډانلډ ټرمپ د اپرېل په میاشت کې د صحت د نړيوالې ادارې فنډ ودرولی او وروسته يې ويلي امریکا د دې تنظيم څخه ووځي.

هغه تور لګولی تنظيم د کرونا وبا په لړ کې چين پلوه تعصب څرګند کړی او د تنظيم د اصلاحاتو غوښتنه يې کړې وه.

ټرمپ ويلي، د مې په مياشت کې يې د اصلاحاتو په اړه تفصيل ويلي خو په هغې عمل نه ؤ شوی ځکه دوی هم نن دغه اړيکې ختموي.

د صحت د نړيوالې ادارې د قانون ترمخه هر ملک که دغه تنظيم پرېږدي يو کال وخت به ورکوي، او که ټرمپ د نومبر انتخابات بايلي نو بل صدر بيا کولی شي چې د صحت د نړیوالې ادارې برخه پاتې شي.

د ډېموکرېټک ګوند نومول شوي صدارتي کانديد جوبايډن ويلي که هغه په نومبر کې منتخب کيږي بيا به د صحت د نړېوالې برخه جوړ شي.

هغه ويلي د صدارت په لومړۍ ورځ به بيرته د تنظيم ملګری شوی وي او زياته کړې يې ده امریکا به خوندي وي کله چې د نړۍ په کچه د صحت وضعه ښه وي.

دا وخت په نړۍ کې د کرونا تر ټولو زياتې پېښې په امریکا کې دي چې شمېره یې نزدې درې ملينو ته نزدې او يو لک 31زره کسان ترې مړه شوي دي.

په امريکا کې د صحت د چارو کار پوهان وايي د صدر ټرمپ د صحت د نړیوالې ادارې څخه وتل ويجاړؤنکې پرېکړه ده ځکه چې دوی د لسيزو راهسې د ناروغو په لړ کې ملاتړ کړی دی.

‎د صحت د چارو کار پوهان د صدر ټرمپ په دې پرېکړه نيوکې کوي او وايي امريکا به د دوايانو او ويکسينو جوړولو په اړه د فېصلې کولو څخه بهر شي او نه يواځې دا چې د کرونا په لړ کې به غېر محفوظ شي بلکې د صحت په نړيواله کچه به مشري هم د لاسه ورکړي.

د ډېموکرېټک سپيکرې نېنس پلوسي د صدر ټرمپ ده پرېکړه غندلې ده.

خو صدر ټرمپ او د ريپبلکن ګوند مشران یې تور لګوي چې د صحت نړيوالې ادارې د کرونا وبا په پېل کې د چين غلط مالومات خپاره کړي دي.

امریکا د صحت د نړيوالې ادارې جوړونکی هېواد دی دا تنظیم چې په کال 1948 کې جوړ شوی امریکا ورته د ټولو زياتې پېسې ورکوي.

XS
SM
MD
LG