لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې کرونا وايرس نور 83 کسان مړه کړي


په پاکستان کې په تېر شوا روز کې کرونا وايرس نور 83 کسان مړه کړي دي، په ملک کې د کرونا وايرس څخه د مړه ټوله شمېره 4922 ته رسېدلې ده.

د سرکاري شمېرو ترمخه په تېرو 24 ساعتونو کې په ملک کې 21زره951 معاينې/ ټيسټونه شوي چې پکې په نورو 2980 کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

ويل شوي په ملک کې په ټولو دوه لکه 37زره243 کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی او يو لک 40زره965 ترې روغ شوي هم دي.

د دولتي وېب پاڼې ترمخه په کرونا وايرس اخته 2236 داسې دي چې روغتيايي حالت يې خطرناک دی.

په پنجاب صوبه کې د کرونا وايرس نه 1929 کسان مړه شوي او په 83زره599 کې د کرونا وايرس پخلی شوی چې پکې ويل شوي 50زره916 صحتمند شوي هم دي.

په سند کې کرونا وايرس 1614 کسان مړه کړي، 97زره626 کسانو ته دا وايرس شوی او 54زره676 ترې ښه شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې کرونا وایرس 1045 کسان مړه کړي دي.

په خېبرپښتونخوا کې کرونا وايرس 28زره681 کسانو ته پورې شوي او 17زره266 ترې روغ شوي دي.

کرونا وايرس په بلوچستان کې 124، په اسلام اباد کې 140، ازاد کشمير کې 40 او ګلګت بلتستان کې 30 کسان مړه کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG