لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب: پوليس ويلي د داعش درې ترهګر يې نيولي دي


د پاکستان په پنجاب صوبه کې پوليس دعوه کړې ده چې د ترهګرې ډلې داعش درې ترهګر يې نيولي دي.

د پنجاب د سي ټي ډي پوليس ويلي د ګوجرانوالې ټيم يې د سيالکوټ په ډسکه تحصيل کې د پټو مالوماتو په اساس عمليات کړي او د داعش درې ترهګر يې نيولي دي.

پوليس د دغو عملياتو په اړه ويلي، دې ترهګرو د داعش دپاره پېسې راټولولې.

د نيول شوؤ کسانو پېژندګلو د محمد ادريس، اعظم علي او مظهر مختار په نومونو شوې ده.

پوليس ویلي دې نيول شوؤ کسانو د ترهګرۍ دپاره د پېسې راټولولې، او د دوی د ولقې څخه پېسې او د پېسو راټولولو کتابونه يې ترلاسه کړي دي.

د پوليسو په وېنا د نيول شوؤ کسانو پرضد يې مقدمه درج کړې او پلټنې يې ترې پېل کړي دي.

په پاکستان کې او په ځانګړي ډول په پنجاب صوبه کې وخت په وخت د پوليس لخوا دعوې کيږي چې د داعش ترهګر يې نيولي يا وژلي دي، خو بيا هم حکومت وايي په ملک کې داعش په منظم ډول شتون نه لري.

د دفاعي چارو کار پوهه طلعت مسعود وايي حکومت دا نه مني چې په پاکستان کې داعش په منظم ډول شتون لري خو بيا دا د اندېښنې خبره ده چې دلته د داعش ترهګر نیول کيږي يا په مقابلو کې وژل کيږي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل دغه کسان به دلته د چا ځايي خلکو سره اړيکې لري يو څوک خو به ورته پناه ورکوي بايد هغه مالوم شي.

هغه زياته کړه څو پورې چې په افغانستان کې بشپړ امن نه وي په ځای شوی په پاکستان کې به د داعش او نورو ترهګرو تنظيمونو فعاليتونه شتون لري.

نزدې يوه میاشت وړاندې هم د پنجاب په بهاولپور سيمه کې پوليس د داعش د څلورو ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG