لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ وایي، دی به له کېم جان اون سره یو ځل بیا وګوري


واشنګټن – د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي، دی غواړي د شمالي کوریا له رهبر کېم جان سره یو ځل بیا وویني، که څه هم پیانګ یانګ تر دې مخکې ویلي و، چې دوی له امریکا سره د درېدلو اټومي خبرو د بیا پیلېدو لپاره لیواله نه دي.

ټرمپ دغه خبره د نهې یا سې شنبې په ورځ د امریکا غږ له خبریالې ګریټا ون سسټېرن سره په یوې مرکه کې کړې ده.

"زه پوهېږم چې دوی وغواړي ملاقات وکړي او مونږ به یقینا چې دا وکړو."

ټرمپ وروسته زیاته کړه، "زه به دا وکړم کچېرې زه فکر وکړم چې دا به مرسته وکړي."

کله چې ترې ون سسټرن بیا پوښتنه وکړه چې ایا دی فکر کوي چې دا لیدنه به ګټوره وي نو ټرمپ په ځواب کې وویل، "ښايي وي. زه له هغه سره ډېرې ښې اړیکې لرم. نو ځکه دا به ښايي ګټوره وي."

شمالي کوریا تر دې مخکې دوه ځله ویلي دي، چې دوی له امریکا سره نورو خبرو ته لیواله نه دي او په دې خبرې یې ټینګار کړی چې بله سرمشریزه به یواځې ټرمپ ته په کورني سیاست کې ګټه ورسوي.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي کوان جانګ ګن د نهې یا سې شنبې په ورځ د کوریا حکومتي رسنۍ سره په خبرو کې وویل، "چې په زغرده یې ووایم، مونږ هېڅ اراده نه لرو چې له امریکا سره یو ځل بیا مخامخ کښینو."

د شمالي کوریا یو لوړ پوړي ډپلوماټ چو سان هوی د خالي یا شنبې په ورځ وویل، "مونږ له امریکا سره د مخامخ خبرو اړتیا نه احساسوو.

ددې میاشتې په سر کې د جنوبي کوریا ولسمشر مون جي ان ویلي وو، دی غواړي چې په نومبر کې د امریکا له ټاکنو څخه مخکې ټرمپ او کېم بیا سره وویني.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG