لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا او چین د تبت پر سر پر یو بل د ویزو بندیزونه ولګول


واشنګټن ـــــ د امریکې او چین تر منځ د چین د خپلواکې سیمې تبت پر سر سفارتي اختلافات زیات شوي او یو پر بل یې د ویزو بندیزونه لګولي دي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ژاو لیجین د شورو- چارشنبې په ورځ په بېجنګ کې خبریالانو ته وویل، چین به هغو امریکایي وګړو ته ویزه ور نه کړي چې د همالیه سیمې په اړه په ناوړه چارو کې لاس ولري.

چین دا ګام د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپېیو د هغه اعلان په جواب کې اخیستی چې د نهې- سه شنبې په ورځ‌ یې وویل، واشنګټن به پر یو شمېر چینایي چارواکو د ویزو بندیزونه ولګوي.

مایک پمپېیو پر چین تور لګولی وو چې تبت سیمې ته د امریکایي سفارتکارانو، خبریالانو او سیلانیانو د سفر مخه یې نیولې ده، خو وایي چینایي چارواکي او سیلانیان امریکا ته د سفر له پراخو امکاناتو خوند اخلي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر وایي تبت او له تبت سره تړلیو سیمو ته رسایي د سیمه ییزې ارامۍ په خاطر ضروري ده ځکه چې وایي چین هلته د بشري حقونو په سرغړونو کې لاس لري.

چین له ۱۹۵۰م کال راهیسې د اکثریت بودایي مذهبه تبت کنټرول هغه وخت په لاس کې اخیستی، چې پوځونه یې دې سیمې ته "د پرامنه ازادۍ" په نوم ننوتل.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ژاو لیجیان امریکې ته خبرداری ورکړی، چې له تبت سره په تړلو مسایلو کې د چین په کورنیو چارو کې لاسوهنه پرېږدي که نه وي نو وایي‌ په راتلونکي کې به یې دوه اړخیزې اړیکې نورې خرابې شي.

د چین او امریکې تر منځ اقتصادي اړیکې له تېرو دوو کلونو راهیسې ښې نه دي خو په تېرو دوو میاشتو کې د تجارت، په هانګ کانګ او په شینجیانګ صوبه کې د ایغور مسلمانانو په اړه د بشري حقونو د اندېښنو پر سر نورې هم خرابې شوې دي.

XS
SM
MD
LG