لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې د ښونځیو د پرانېستلو لپاره نوې لارښونې کېږي


واشنګټن – ټاکل شوې ده چې د امریکا د حکومت روغتیايي چارواکي به د ښونځیو د بیا پرانېستلو لپاره یو شمېر نوې لارښونې اعلان کړي.

دا خبره وروسته له هاغې مخې ته راغله چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ښونځیو د بیا پرانېستلو لپاره اوسنۍ سپارښتنې ډېرې سختې او ګرانې وبللې.

په امریکا کې د کورونا وایرس د وبا له امله نېږدې هر حکومتي او شخصي ښونځی وتړل شو خو ټرمپ ګواښ کړی کچېرې ښونځي (سکولونه) بېرته پرانېستل نشي نو پیسې به بندې کړي.

ټرمپ د پوهنې او روغتیا له چارواکو سره په یوې غونډه کې وویل، "مونږ غواړو چې ښونځي بېرته پرانېزو، هر څوک دا غواړي. مورګانې یې غواړي،‌پلرونه یې غواړي، ماشومان یې غواړي او دا وخت دی چې دا کار وشي."

د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پېنس چې په سپینه ماڼۍ کې د کورونا د کاري ځواک مشري کوي، د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، د نارغیو د کنټرول او مخنیوي اداره به د ښونځیو د خوندي بیا پرانېستلو لپاره خپلې لارښونې اعلان کړي.

یاده اداره پلان لري چې په راتلونکې اونۍ کې نوې سپارښتنې اعلان کړي.

هغه وویل، "مونږ نشو کولای چې خپل ماشومان د تعلیم له پلوه شاته پرېږدو بلکه دا ډېره مهمه ده چې زمونږ ماشومان ټولګیو (کلاسونو) ته ستانه شي"

د سي ډي سي په پخوانیو سپارښتنو کې له ښونځیو غوښتل شوي وو چې د کورونا د خپرېدو د مخنیوي لپاره دې د ټولګیو کړکۍ پرانېستې وساتي، د زده کونکو مېزونه دې یو له بل څخه لږ تر لږه دوه متره لېرې کړي او کېفېټېریا او د لوبو میدانونه دې تړلي وساتي.

ټرمپ او پېنس په څرګنده توګه نه دي ویلي، چې د سي ډي سي په اوسنیو لارښونو کې څه شي دوی ځوروي خو د ټرمپ له ټویټ څخه دا څرګندیږي چې دی فکر کوي د ښونځیو له بندو پاتې کېدو سره به په دوهمه دوره کې دده د بریا چانس راکم کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG