لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان حکومت وایي طالبانو د شپږ سوه بندیانو متبادل نوملړ ورکړی خو طالبان یې نه مني


واشنګټن ــــــ افغان حکومت وایي له طالبانو سره یې د بندیانو د تبادلې پر سر اختلافات حل شوي او وایي چې طالبانو ورته د تقریباً شپږ سوه طالب بندیانو متبادل فهرست ورکړی خو طالبانو دا خبره رد کړې ده او د خپل پخواني لیسټ د بندیانو پر خوشي کېدو یې ټینګار کړی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل رایټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي، "دوی [طالبانو] موږ ته نوی لیسټ راکړی، د بندیانو د خوشي کېدو کار به روان وي خو مخامخ خبرې هم باید ژر پیل شي".

د طالبانو او افغان حکومت تر منځ بین الافغاني خبرې له تېرو څو میاشتو راهیسې د بندیانو د تبادلې پر سر ځنډېدلې دي او افغان حکومت په تېرو ورځو کې د شپږ سوه تنو طالب بندیانو خوشي کول د امنیتي اندېښنو له کبله وځنډول.

جاوید فیصل ویلي طالبانو ورته اوس د 592 نورو طالب بندیانو فهرست ورکړی چې وایي د هغوی د خوشي کېدو لړۍ به پیل شي، خو طالبان وايي چې داسې هیڅ نوی لیسټ یې حکومت ته نه دی ورکړی. په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهېل شاهین وي او اې ته ویلي:

"دا ریښتیا نه دي، د بندیانو کمېشن راته وویل چې داسې هیڅ پرېکړه تر اوسه نه ده شوې، حکومت زموږ د بندیانو له اصل فهرست سره د ستونځو دعوه کړې خو د دغو دعوو هیڅ ثبوت یې نه دی وړاندې کړی، زه فکر کوم دا هسې د ځنډولو پلمې دي، موږ هیڅ متبادل فهرست نه دی ورکړی".

د طالبانو له 5000 بندیانو څخه افغان حکومت تر اوسه 4019 بندیان خوشي کړي او د افغان حکومت له 1000 تنه بندیانو څخه طالبانو تر اوسه 737 بندیان خوشي کړي دي، خو افغان حکومت وخت په وخت ویلي چې طالبانو له ځان سره د ساتلو افغان پوځیانو تر څنګ ډېر عام خلک خوشي کړي دي.

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو پر سر د متضادو دعوو په څنګ کې د بندیانو د خوشي کېدو لړۍ روانه ده او د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهېل شاهین نن د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر ټویټر دعوه کړې چې د افغان حکومت نور بندیان یې خوشي کړي دي:

"نن په غور کې د اسلامي امارت له محبس څخه د کابل ادارې 15 تنه عسکر او پولیس خوشې شول او د کومک له ورکولو وروسته خپلو کورنیوته لاړل".

د بین الافغاني خبرو د ژر پیلېدو لپاره د افغان حکومت تر څنګ امریکا او یورپي اتحاد هم هلې ځلې کوي او بیا بیا یې پر دواړو غاړو ټینګار کړی چې خپل اختلافات ژر پای ته ورسوي او یوه سیاسي حل ته سره ورسېږي.

په دې ترڅ کې د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکیس پوټزل پرون د چارشنبې- نهې په ورځ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره لیدلي او د سولې د بهیر په اړه یې ورسره خبرې کړې دي. سهېل شاهین د دې لیدنې په اړه لیکلي:

"دواړو لوریو د افغانستان په روان وضعیت، د دوحې تړون په تطبیق، د بندیانو په خلاصون او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو خبرې وکړې. همداراز د بین الافغاني مذاکراتو د پیل او سولې د پروسې په هکله هم وغږېدل. د المان خاص استازي د سولې په پروسه کې د خپل هېواد د همکارۍ ډاډ ورکړ".

طالبان ټینګار کوي چې تر څو یې ټول پینځه زره بندیان خوشي نه شي د سولې بین الافغاني خبرې نه شي پیلېدای، خو افغان حکومت وایي هغه طالب بندیان نه شي خوشي کولای چې یواځې له طالبانو سره د تړاو په تور نه بلکې د وسلو د غلا، قتل او نشه یي موادو د قاچاک په تور بندیان دي.

XS
SM
MD
LG