لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزيرستان: د بنجاري نه سر غوڅ کړی شوی، دوه نور تنکي ځوانان په هدف کړی شوي


د شمالي وزيرستان په دته خېل تحصيل کې د يو داسې تن جسد يا مړی ترلاسه شوی چې سر يې په تن پورې نه ؤ، ترې غوڅ کړی شوی ؤ، په يو بله پېښه کې دوه نور تنکي ځوانان په هدف کړی شوي دي.

د ميران شاه پوليس (اېس اېچ او) عصمت الله وايي مړی ورته پرون د دته خېل تحصيل په محمد خېل علاقه کې ترلاسه شوی دی.

هغه وويل د دغه تن جسد يا مړی ورته په داسې حال کې ترلاسه شوی چې سر يې په تنه پورې نه ؤ.

هغه زياته کړه مړی يې د ميران شاه روغتون ته راوړلی او بيا يې پېژندګلو د قاسم په نوم شوې چې تعلق يې د مومندو ضلعې سره دی.

عصمت الله وويل، د قاسم کورنۍ ويلي د پېښې مقدمه نه درج کوي.

يوه اوونۍ وړاندې هم د شمالي وزيرستان د مرکز ميران شاه څخه په درې کلوميټر فاصله همزوني علاقه کې هم دغه رنګ پېښه شوې وه او د یو ځايي ځوان څخه نامالومو کسانو سر غوڅ کړی ؤ.

د دې دواړو پېښو زمه واري چا نه ده منلې.

څو مياشتې مخکې په علاقه کې د اتحادالمجاهدين لخوا يو پمفلټ يا پرچه خوره شوې چې پکې بنجاريانو يا په علاقو کې لوښو او نورو څيزونو خرڅونکو ته ګواښ شوی ؤ.

په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب عملياتو نه وړاندې په علاقه کې د خلکو نه د سرونو غوڅولو پېښې مخې ته راتلې چې زمه واري به یې تحریک طالبان پاکستان منله او دغه کسان به يې د جاسوسۍ په تور د وژلو دعوه کوله.

هدفي وژنه

د شمالي وزیرستان د ميرعلي پولیس وايي تېره شپه په علاقه کې دوه هلکان چې عمرونه 16 یا 17 کاله دی نامالومو کسانو په ډزو وژلي دي.

دغه پېښه د خېسور علي خېل په علاقه کې مخې ته راغلې ده.

پوليس ویلي د شپې نامالومه کسان راغلي او دا دواړه هلکان چې طفيل او سميع الله نوميږي په ډزو يې وژلي دي.

د پېښې زمه واري چا نه ده منلې خو کورنيو يې د نامالومو کسانو پرضد مقدمه درج کړې او ویلي يې د چا سره دښمني نه وه.

XS
SM
MD
LG