واشنګټن ـــــ په افغانستان کې د نېټو ځواکونو په مشرۍ په کلک ملاتړ یا ریزلوټ سپورټ مشن کې د جورجیا هېواد 28 تنو ته کورونا وایرس ور پورې شوی دی.
وي او اې د جمعې په ورځ د نېټو د کلک ملاتړ مشن له ویاند سره په دې اه رابطه وکړه، نو هغه وویل د جورجیا د دفاع له چارواکو سره د هغوی د پوځیانو په اړه خبرې وکړئ، خو دومره یې وویل:
"ریزلوټ سپورټ د [کورونا] شخصي پېښې نه تاییدوي، د کورونا په ګډون له هر ډول خطر څخه د خپلو پوځیانو ساتنه زموږ لومړنی کار دی".
د جورجیا د دفاع وزارت په یوه بیان کې دا خبره تایید کړې او ویلي یې دي چې د نېټو ځواکونو له اصولو سره سم دغه په کورونا وایرس اخته پوځیان بېل ساتل شوي وو او د جورجیا له نورو پوځیانو سره یې نیژدېکت نه درلود.
د جورجیا د دفاع وزارت وایي، خپل دغه پوځیان یې د جرمني د هوایي ځواک په مرسته جورجیا ته ستانه کړي او هلته یې په پوځي روغتون کې درملنه کېږي.
د جورجیا د دفاع چارواکي وایي "د دغو پوځيانو روغتیایي حالت یې ښه دی، دا چې دوی د کورونا نخښې نه لرلې، نو ناروغي یې له پېچلتیاوو او شکایتونو پرته روانه ده، دوی دا وایرس له ځایي افغان پوځیانو اخیستی".
په بیان کې راغلي چې په افغانستان کې د جورجیا پاته پوځیان روغ جوړ دي خو وایي هغوی به جورجیا ته تر ستنېدو وروسته د دوو اوونیو لپاره په کورنټین کې ساتل کېږي.
جورجیا یواځینی هېواد دی چې د نېټو ځواکونو غړی نه دی خو په افغانستان کې د 38 هېوادونو د دې اتحاد په ملاتړ یې شاوخوا 900 پوځیان هلته کار کوي.