لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پښتونخوا حکومت د خړکمر مقدمه ختمول غواړي، پي ټي ایم وایي بې بنیاده مقدمه به ضرور ختموي


واشنګټن ـــــ د خیبر پښتونخوا حکومت غواړي د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو او نورو غړو په ضد د خړکمر د پېښې په تړاو مقدمه بیرته ختمه کړي، د پي ټي ایم یو مخکښ محسن داوړ وایي په دې مقدمه کې څه حقیقت وو نه نو ضرور به یې ختموي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د خبر له مخې د پښتونخوا حکومت د مارچ پر 16مه د بنو ترهګرۍ ضد عدالت ته درخواست ورکړی، چې پکې یې د خړ کمر د پېښې د مقدمې د بیرته اخیستو غوښتنه کړې.

ورځپاڼه وایي عدالت ته د ریاست په استازیتوب درخواست د بنو ضلعې سرکاري وکیل او د بنو د ترهګرۍ ضد عدالت سینېر سرکاري وکیل ورکړی وو، چې په یوه برخه کې یې راغلي:

"ریاست/حکومت د صوبایي حکومت له لارښوونو سره سم [...] اوسني غالب صورت حال ته په کتو، موږ اراده لرو چې له دې مقدمې [له څارنې] بیرته لاس واخلو".

په قومي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان د خلکو استازی او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ محسن داوړ، چې د خړ کمر د پېښې عیني شاهد دی او په دې مقدمه کې تورن دی، وي او اې ته وویل، حکومت ورباندې بې بنیاده مقدمه درج کړې وه او کوم شواهد ورسره نه وو نو ضرور به یې ختموله:

"دا خو د سپینې ورځې د رڼا پېښه وو ټولې دنیا لیدلې وه چې ډزې چا کړې وې او شهیدان پکې څوک وو، د ریاست ټولې ادارې د دوی [پوځ] په لاس کې وې بدمعاشي یې کوله، هم ډزې په موږ وشوې،‌ هم ملګري زموږ شهیدان شول او هم یې کېس زموږ په خلاف کړی وو".

د 2019م کال د مې په 26مه د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مشران علي وزیر او محسن داوړ د خپلو لسګونو پلویانو په بدرګه د شمالي وزیرستان په خړ کمر سیمه کې له څو ورځو روان احتجاجي پرلت ته ور روان وو، چې هلته تر پوځي پوستې له تېرېدو وروسته ډزې وشوې او لسګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

د پاکستان پوځ تور پورې کوي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ کسانو پر چیک پوسټ ډزې کړې وې او وایي په ډزو کې درې تنه وژل شوي او د پینځو پوځیانو په ګډون 15 تنه ټپیان شوي وو،‌ خو د پي ټي ایم مشران تور پورې کوي چې ډزې پوځیانو کړې وې او وایي چې د دوی 15 تنه پکې وژل شوي او تر 40 زیات ټپیان شوي وو.

د دې پېښې په تور د پښتون ژغورنې غورځنګ په دوو مشرانو او ګڼ شمېر نورو کسانو مقدمه شوې وه چې علي وزیر او محسن داوړ پکې نیول شوي وو او بیا تر څلور میاشتې بند وروسته په ضمانت خوشي شوي وو.

د بنو د ترهګرۍ عدالت یوه چارواکي هم د نوم نه ښودلو په شرط منلې چې وایي د خړ کمر پېښې د مقدمې اخیستلو درخواست ورکړل شوی، خو عدالت لا د دې درخواست اورېدنه نه ده کړې. په دې مقدمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ وکیل عبدالطیف اپریدی وایي دوی لا دغه درخواست نه دی تر لاسه کړی:

"که موږ ته درخواست راکړل شوی وای نو بیا به موږ ورباندې قانوني ګام اخیستی وای چې د ترهګرۍ ضد عدالت جج یې اورېدنه ولې ځنډوي. قانون دا دی چې له یو کېس نه سرکاري وکیل و ایستل شي نو باید جج یې اورېدنه ونه ځنډوي، که دا مقدمه واقعي اخیستل شوې وي نو بیا خو دا د ملزمانو په حق کې ښه فیصله ده".

د حکومت له خوا د خړ کمر د مقدمې بیرته اخیستو خبرونه په داسې وخت کې خپاره شوي چې مرکزي حکومت تېره میاشت د پښتون ژغورنې غورځنګ ته د مذاکراتو بلنه ورکړې وه او دې تحریک د جون په 26 په خبري غونډه کې د حکومت بلنې ته هرکلی ویلی وو، خو وایي حکومت باید تر خبرو مخکې د دوی باور پر ځای کړي او په مذاکراتو کې د پوځ په ګډون ټول اړخونه ګډون ته حاضر کړي.

XS
SM
MD
LG