لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور هايکورټ: د پوځي عدالتونو نه د ترهګرۍ په مقدمو کې 196 کسانو ته اورول شوې فېصلې د قانون پرضد وې


پېښور هايکورټ
پېښور هايکورټ

د پېښور هايکورټ چې په وروستيو کې د پوځي عدالتونو څخه د ترهګرۍ په مقدمو کې سزاوار شوي 196 کسان بري کړي په خپله تفصيلي فېصله کې يې ويلي، د دغو کسانو پرضد په مقدمو کې د پوځي قانون سرغړونه شوې او ملزمانو ته د هغوی د خوښې د وکیل حق نه دی ورکړی شوی.

د پېښور هايکورټ د چيف جسټس وقار احمد سېټهـ او جسټس محمد نعيم ګډ بنچ تېره میاشت د دغو کسانو په خواستونو لنډه فېصله اورولې او ویلي يې ؤ، که د دغو کسانو پرضد نورې مقدمې نه وي دوی دې خوشي کړی شي.

په 426 صفحو تفصلي فېصله کې عدالت ویلي، تورنو کسانو ته په داسې مقدمو کې سزا اورول شوې چې د دوی پرضد کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی شوی چې دوی په ترهګرۍ کې ککړ ؤ، او دا فېصلې د بغض او قانوني حقايقو نه پرته اورول شوي دي.

راپورونه وايي د پېښور هايکورټ دغه ډول نور 100 خواستونه د اورېدنې دپاره منظور کړي او د روانې میاشتې په 22م نېټه به يې اورېدنه کوي.

عدالت په خپله تفصيلي فېصله کې ویلي، څنګه چې ټول سزاوار شوي کسان د ملک د بېلابيلو برخو نه نيول شوي، ادارو د میاشتو او کلونو پورې په خپل بند کې ساتلي د دوی دا سزا نه شي ستايل کېدی.

د ډان د رپوټ ترمخه عدالت د دغو 146 کسانو خواستونه په 16م جون قبول کړي ؤ، دا خواستونه د دوی نزدې خپلوانو کړي او دغو کسانو ته د ترهګرۍ په مقدمو کې د پوځي عدالتونو څخه د مرګ، عمر بند سره نورې سزاګانې اورول شوې وې.

عدالت ويلي په ډېرو مقدمو کې چې کسانو ته سزا اورول شوې دوی د پخوانۍ قبايلي سيمې (فاټا، او نيمې قبايلي سيمې پاټا) نه علاوه د ملک د نورو برخو هم هم راوستل شوي، مياشتې او کلونه ساتل شوي دي.

عدالت په فېصله کې د حکومت دې اعتراض ته چې ياد عدالت دا اختيار نه لري چې په دغه مقدمو ته بيا کتنه وکړي، عدالت په فېصله کې په نړيوال عدالت کې د هند د جاسوس کلبهوشن يادېو د مقدمې يادګېرنه کړې ده.

په فېصله کې ویل شوي حکومت په دې کې پاتې راغلی چې عدالت يې مطمئن کړی وی چې څنګه پوځ د بندوبستي علاقو نه عام خلک نيولي دي.

عدالت ویلي په فيلډ جنرل کورټ مارشل کې تورنو کسانو يا سزاوار شوؤ ته د وکيل موقع نه ده ورکړی شوې او دا د ائين د لسمې او لسمې ای مادې سرغړونه ده.

عدالت زیاته کړې چې د وکيل پرته د مقدمې پاکه اورېدنه نه شي کېدې، او ويل شوي د پاکستان د پوځي قانون د 82، 83 لاندې چې په کوم تن په پوځي عدالت کې مقدمه روانه وي هغه د دفاع د وکيل اجازت شته دی خو دلته په هغې عمل نه دی شوی.

عدالت په فېصله کې ویلي، په بند کې ساتل شوي کسان چې تورن ؤ يا سزاوار شوي د دوی خپلوانو ته هم کوم خبر نه دی ورکړی شوی چې دوی کوم جرم کړی دی، عدالت ویلي د ائین د څلورمې، پينځمې، نهمې، لسمې، لسمې ای، 13 او 25 مادې لاندې د دغو کسانو سره سلوک نه دی شوی.

د فېصلې ترمخه بوځ دغه تورن يا سزاوار شوي کسان د بند په وخت د فېصلې پورې د دنيا نه لرې د خپلې کورنۍ، مور پلار او وکيل سره د ليدو نه لرې ساتلي دي.

په فېصله کې دا هم ويل شوي چې تورنو کسانو يا سزاوار شوؤ ته سزا يواځې د هغو په اعترافي بيانونو ورکړل شوې کوم چې بيان چې د دوی نه د مجسټرېټ په وړاندې اخستل شوي دي د کوم څه چې مجسټرېټ مجاز نه لري.

د دې ترڅنګ ویل شوي د دوی نه بيانونه په داسې وخت کې اخستل شوي چې میاشتې او کلونه په بند کې ساتل شوي او دوی د هيچا سره ليده کاته نه شو کولی.

عدالت په فېصله کې ويلي، دغو کسانو ته پوځ د اورېدنې په وخت تش په نوم قانوني مرسته ورکړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG