لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتنو په سيمه د هدفي وژنو په شا نامالومه کسان دې مالوم کړی شي، منظور پشتين


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين ويلي، د باجوړ نه تر وزیرستان او نورو پښتنو سيمو کې هدفي وژنې روانې دي، د دې مخنيوی دې وشي.

نوموړي ویلي په وزیرستان کې هدفي وژنې روانې دي او بيا ويل کيږي چې هدفي وژنې نامالومه کسان کوي.

په فېس بک لائيو ويډيو کې نوموړي ويلي په وزیرستان کې داسې يو ځای او يو څه نشته چې هغه د پوځ او امنیتي ادارو څخه پټ نشته بيا څنګه نالومه کسان د تورو شيشو په ګاډو کې راشي او هدفي وژنې وکړي.

پشتين ويلي د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو علاقو کې د هدفي وژنو سره د عدالت پرته د وژنو پېښې کيږي بيا چې خلک شور وکړي څوک ډي سي (مرستيال کمشنر) يا کرنل لاړ شي هغې کورنۍ ته پېسې ورکړي او غلي يې کړي.

د پي ټي اېم مشره په خپلو خبرو کې دا تور هم لګولی چې په وزیرستان کې د چلغوزو موسم راشي په علاقه کې هدفي وژنې پېل شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د پښتنو د ګټې وټې د سرچینو تباه کولو، په قبايلي سيمو کې د معدنياتو، په ځمکو کې د ښخو ماينونو، د قبايلي ضلعو د کډوالو ترڅنګ د افغانستان سره د تلونکو راتلونکو لارو په اړه خبرې کړي دي.

منظور پشتين د حکومت سره د مذاکراتو په اړه ويلي، دوی تيار دي چې د حکومت سره خبرې وکړي خپلې غوښتنې د هغو په وړاندې کيږي او زياته يې کړه دوی د حکومت سره د پښتنو د هرې ضلعې مسلې راپورته کوي او خبره به ورسره کوي.

هغه وويل د پښتنو د يو سياسي ګوند سره یې هيڅ قسمه اختلاف نشته.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG